Language

دولتي ځواکونو له جلال اباد ښار څخه دطالبانو مالي مسوول نیولی

جلال اباد (پژواک ۲۵ سلواغه ۹۱ ) : د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په دې ولایت کې د وسلوالو طالبانو د مالي مسوول په ګډون ددریو مخالفینو دنیولو خبر ورکړ.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د سلواغې په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تیره شبه دترهګرۍ پرضد دمبارزې پولیسو، چټک غبرګون قطعې او د ځانګړې قطعې کارکوونکو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې عملیات ترسره کړل.

هغه زیاته کړه چې دګډو عملیاتو په پایله کې شیرخان چې په سرحدي مشهور و، او ننګرهار لپاره د وسلوالو طالبانو د ډلې د مالې چارو مسوول و، نیول شوی دي.

د نوموړي په وینا، سرحدي  دقبایلي سیمې مومندو ایجنسۍ اصلي اوسیدونکی دی، خو اوس د بهسودو ولسوالۍ په  یوولسمه ویاله کې اوسیدو.

د مشرقيوال په وینا، په دې عملیاتو کې ګډو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

نوموړي داهم وویل چې دچټک غبرګون قطعې د ایساف ځواکونو سره په ګډو عملیاتوکې د چپرهار ولسوالۍ په اړونده ساحه کې دوه تنه وسلوال مخالفین له ۱۵ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکیو سره یو ځای نیولي  دی.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ننګرهار دامنیه قوماندانۍ یادې ادعاوې رد کړې او زیاته یې کړه چې د سرحدي په نوم دوی مالي مسوول نه لري.