Language

“دولت په بلخ کې د پانګونې په برخه کې ناغېړي کوي”

مزارشريف (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د پانګې اچونې د چاپېريال جوړېدو په موخه د يو ورځني سيمينار ګډونوالو حکومت د پانګونې د چاپېريال پر جوړېدو او ساتنه کې پاتې وباله.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۲۵مه، د حرکت او د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې د ادارو له خوا په شمال زون کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېريال پيدا کولو په موخه يو ورځنى سيمينار جوړ شو، چې د شمال زون پر يو شمېر سوداګرو سربېره په کې د بلخ ولايت د ځينو سکتوري رياستونو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

د بلخ د سوداګريزۍ خونې رييس ارش يونسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بېلابېلو لاملونو له امله لا هم په شمال زون کې د سوداګرۍ او پانګې اچونې په برخه کې ستونزې شته دي.

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد په ګمرکونو کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د حکومتي چاوراکو د کمې پاملرنې له امله ستونزې ورځ تر بلې زياتېږي.

د هغه په وينا، دمګړۍ په بلخ ولايت کې د حيرتان بندر ورادات د له منځه تلو په حال کې دي او لامل يې هم د نورو ستونزو تر څنګ نيمګړي ټرانزيټي قراردادونه دي.

يونسي وويل، د ورته سيمينارونو له لارې دوی هڅه کوي، چې د سوداګريزو او د پانګې اچونې په برخه کې حکومت خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړي.

نوموړي زياته کړه، د حرکت اداره د دغه سيمينار له لارې هڅه کوي، چې د سوداګرو او حکومت تر منځ د پل په توګه کار وکړي او د پانګې اچونې د چاپېريال په جوړېدو کې مرسته وکړي.

د حرکت ادارې رييس نسيم اکبري په ياد سيمينار کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه اداري فساد دی، چې له ناامنۍ يې سرچينه اخيستې ده.

نوموړي همداراز، د قانون نه عملي کېدل، د صادراتو او وارداتو لپاره د ستراتيژۍ نشتوالی، د اقتصاد لپاره د يوې د سياسي ادارې نشتوالی او د سوداګر نه تشويقول د پانګونې پر وړاندې خنډونه وبلل.

د هغه په وينا، حرکت اداره هڅه کوي، چې د حکومت او سوداګرو تر منځ د داسې پل په توګه کار وکړي، چې يادې ستونزې کمې او د پانګونې د وړ چاپېريال د جوړېدو زمينه برابره کړي.

د بشير نويد د سوداګريز شرکت رييس حاجي خير الدين مايل، چې په دغه سيمينار کې يې برخه اخيستې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې که چېرې حکومت د پانګونې د وړ چاپېريال لپاره هڅې ونه کړي نو سوداګريز سيستم به خورا زيان وويني.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د هېواد په ګمرکونو کې يو شان قانون نه عملي کېدو له امله په ازاد بازار کې د سوداګريزې سيالۍ زمينه له منځه تللې ده.

د هغه په وينا، په ځينو ګمرکونو کې سوداګر په پوره توګه محصول  او ماليه ورکوي او په ځينو کې بيا د قاچاق له لارې سوداګريز توکي واردېږي، چې له امله يې سوداګريزه سيالي زيان ويني.

د حرکت ادارې د اړيکو مسوول روح الله احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې نننی سيمينار يې د بلخ د سوداګرۍ خونې په مرسته په شمال زون کې د پانګې اچونې د چاپېريال د جوړېدو په موخه جوړ شوی، چې د دغه زون د سوداګرو ترڅنګ په کې د بلخ ولايت د ځينو سکتوري رياستونو مسوولينو هم په کې ونډه لري.

نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې د سوداګرو او د دولت تر منځ د پانګونې چاپېريال په جوړېدو کې د پل کار وکړي.

د هغه په وينا، ((حرکت اداره))، خپلواکه او غير انتفاعي اداره ده، چې د افغانانو له خوا رهبري کېږي او په افغانستان کې د پانګې اچونې او سوداګريزو چارو د ښه والي په موخه جوړه شوې ده.

Related Topics