جلال اباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د سروبي د شل بستريز روغتون ډاکټران شکايت کوي، چې له درېيو مياشتو راهيسې په دغه روغتون کې درمل نشته.
د سروبي د روغتون امر ډاکټر خالد هوتک د سلواغې په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې له درېيو مياشتو راهيسې يې په روغتون کې درمل نشته او نه هم د قراردادي موسسې له خوا ورکول شوي دي.
هغه وايي: ((حتا يو سورنج هم نه لرو، چې چا ته پرې ستن ولګوو، نو دا روغتون به څه د خلکو په درد وخوري!))
نوموړي زياته کړه، د دغه روغتون قرارداد له برک موسسې سره دى، خو هر کله چې ورسره دا ستونزه شريکه کړي، وايي چې وزارت ورته پيسې نه ورکوي.
هوتک زياتوي: ((موږ د خپل معاش غم نه خورو، درمل دې راوړي، چې ناروغانو ته يې ورکړو، نور له ناروغانو او خلکو څخه شرمېږو.))
د ياد روغتون د جراحۍ څانګې مشر ډاکټر مالک پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې په بېړنۍ خونه کې د ټپ ګنډلو تار نه درلود، چې د ټپي کس ټپ پرې وګنډي.
د ده په وينا، چې نور په روغتون کې د ناروغانو له ډېرو شکايتونو د دندې پرېښودو ته اړ شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((د موټرو په ټکر کې يو ټپي شوى کس يې راوړى و، له موږ سره دومره تار نه و، چې د هغه ټپ مو پرې کنډلى واى حال دا چې شل افغانۍ قيمت لري.))
د ياد روغتون د غاښونو د څانګې امر ډاکټر عطامحمد وايي، خپله تنخوا نه غواړي، خو د درملو ستونزه دې ورته هواره کړي.
د هغه په وينا، د غاښونو په څانګه کې سورنجونه نه لري، چې د ناروغ غاښ ته پرې انستيزي ورکړي.
د سروبي يوه اوسېدونکي لايق هم پژواک اژانس ته وويل، ډېره موده وشوه، چې په روغتون کې يې درمل نشته.
دى وايي: ((دا نور ناروغان خو پرېږده، هغه ناروغان چې عاجل وي، د هغوى لپاره هم څه نشته.))
بلخوا د برک موسسې يوه مسوول کمال الدين پژواک اژانس ته د ډاکټرانو د درملو د نه شتون ټولې ادعاوې رد کړې او زياته يې کړه، چې په ياد روغتون کې درمل شته دي.
نوموړي زياته کړه: ((ښايي لږ څه کمبود ولري، خو دومره هم نه ده، چې د شکايت وړ وګرځي.))
نوموړي زياته کړه، دوه مياشتې کېږي، چې ډاکټرانو ته تنخواوې نه دي ورکړل شوې او لامل يې د وزارت له لوري د بوديجې نه انتقال دى.
د يادونې ده، چې د سروبي شل بستريز روغتون يو له هغو روغتيايي مرکزونو دى، چې هره ورځ ورته په سلګونه ناروغان د درملنې په موخه ور وړل کېږي.