Language

د ننګرهار ډېرى دولتي چارواکي له اساسي قانون څخه بې خبره دي

جلال اباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د ننګرهار ولايتي شورا او د ختيځ زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ننګرهار په ډېرى دولتي ادارو کې چارواکي له اساسي قانونه بې خبره دي.

د ختيځ زون د بشري حقونو کمېسيون مشر ډاکټر رفېع الله بيدار د سلواغې په ٢٥مه پژواک اژانس ته د هغې غونډې په ترڅ کې يادې څرګندونې وکړې، چې پرون د اساسي قانون د څار کمېسيون له لوري د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

د هغه په وينا،  لا هم د ختيځو ولايتونو په بېلابېلو برخو کې د قانون د نه تطبيق له امله د خلکو حقونه تر پښو لاندې شوي او لا هم لاندې کېږي.

نوموړي زياته کړه، په عادلانه توګه د قانون نه تطبيق هغه ستونزه ده، چې له امله يې په ټولنه کې ګڼې ستونزې رامنځ ته شوې دي.

بيدار وويل: ((له همدې امله د خلکو روغتيايي، ښوونيز او ټولنيز حقوق خوندي نه دي.))

د ده په خبره، که چېرې د قانون د حاکميت په اړه په ټولنه کې پراخ عامه پوهاوى وشي او د تطبيق لپاره يې چارواکي جدي اقدامات وکړي، نو ياده ستونزه به د هوارۍ پر لور ولاړه شي.

‎بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړي لعل محمد دراني پژواک اژانس ته وويل، چې د قانون په اړه عامه پوهاوى لومړى بايد له وزيرانو پيل او ورپسې واليانو او نورو چارواکو ته ورکړل شي.

دى وايي، په ننګرهار کې ډېرى داسې رييسان، ولسوالان او يو شمېر نور چارواکي شته، چې د هېواد له اساسي قانون بې خبره دي او په کار ده، چې لومړى هغوى ته په دې برخه کې زده کړې ورکړل شي.

د اساسي قانون د څار او تطبيق کمېسيون اجرائيي مسوول احمد مرتضى حبيبزي پژواک اژانس ته وويل، چې د اساسي قانون عامه پوهاوى يې لومړى په مرکز کابل کې لوړ پوړو چارواکو او تر هغې وروسته يې ولايتونو ته غځولى دى.

د هغه په وينا، په ننګرهار کې دغه کنفرانس ته ولسوالان، استادان، د مدني ټولنو استازي او نور چارواکي را غوښتل شوي و، څو له اساسي قانون څخه خبر شي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ عامه پوهاوى د همدې لپاره دى، چې چارواکي او د ټولنې پېژندل شوي خلک په اساسي قانون کې وګوري او پر ګټو يې خبر شي.))

ده زياته کړه، په پلان کې لري، چې په ولايتونو کې د اساسي قانون د تطبيق او څار په موخه دفترونه پرانيزي او له دغې لارې به خپل پروګرامونه ولسواليو ته هم وغځوي.

د يادونې ده، په روان کال کې دا لومړى ځل دى، چې په ننګرهار کې د اساسي قانون د ښه تطبيق په موخه د عامه پوهاوي دوه ورځينى کنفرانس جوړيږي، چې نن يې وروستۍ ورځ ده.

Related Topics