Language

ستر قراردادونه يواځې لوړپوړي چارواکي کوي

مزارشريف (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د حرکت ادارې مسوولين وايي، چې په افغانستان کې ستر قراردادونه، د قانون خلاف هغه ځانګړي کسان ترلاسه کوي، چې له لوړپوړو دولتي چارواکو سره اړيکې لري.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۲۵مه د حرکت ادارې او د دغه ولايت د سوداګريزو خونو د ادارې له خوا په شمال زون کې د پانګې اچونې لپاره د مناسب چاپېريال پيدا کولو په موخه  يو ورځنى سيمينار جوړ کړى و.

د حرکت ادارې د عامه اړيکو مسوول روح الله احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم په تېره لسيزه کې خصوصي سکتور ځينې لاس ته راوړنې لري؛ خو بيا هم له ستونزو سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه، چې په تېره لسيزه کې مخابراتو، ترانسپورټ، رسنيو او نورو برخو خورا پرمختګ کړی؛ خو لا هم وړ چاپېريال نه دی برابر شوی، چې پانګوال دې په کې له زړه پانګه اچونه وکړي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د تېرې لسيزې په اوږدو کې يوه ځانګړې ډله ستر ستر قراردادونه تر سره کوي، چې په دغو خلکو کې ډېری يې سمه د پانګې اچونې تجربه او وړتيا نه لري.

د حرکت ادارې د اړيکو مسوول احمدزي وويل، چې دغه ځانګړې ډله د حکومت له ځينو لوړو پوړو چارواکو سره اړيکې لري، چې له لارې يې له ازادې سيالۍ پرته قراردادونه تر لاسه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د ځينو حکومتي چارواکو همداسې چلند په افغانستان کې ظالمانه او قاتلانه سوداګريزې سيالۍ رامنځ ته کړې، چې د هېواد سوداګريزو چارو ته يې خورا زيان رسولى دی.))

احمدزي همداراز په دې وروستيو دوه کلونو کې د ۲۰۱۴ کال په اړه روانه بې اعتمادي هم د پانګې اچونې پر وړاندې ستر خنډ وباله.

نوموړي زياته کړه، چې د اقتصاد پر وړاندې د سالمې سياسي ادارې د نشتوالي له امله د ۲۰۱۴ کال د اوازو پر وړاندې هېڅ عمل نه کېږي، په داسې حال کې چې د بې باورۍ دغه اوازې هېڅ حقيقت نه لري.

هغه له نړيوالو ټولنې غوښتنه وکړه، چې له ۲۰۱۴ کال وورسته، چې د دوی نظامي شتون پای ته رسېږي، بايد په افغانستان کې خپل اقتصادي شتون پياوړی کړي.

د حرکت ادارې د اړيکو مسوول وويل، چې نننى سيمينار يې د بلخ د سوداګرۍ خونې په مرسته په شمال زون کې د پانګې اچونې د چاپېريال د جوړېدو په موخه جوړ شوی، چې د دغه زون د سوداګرو تر څنګ په کې د بلخ د ځينو سکتوري رياستونو مسوولين هم  ونډه لري.

نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې د سوداګرو او دولت تر منځ د پانګونې چاپېريال په جوړېدو کې د پل کار وکړي.

د هغه په وينا ((حرکت اداره))، خپلواکه او غير انتفاعي اداره ده، چې د افغانانو له خوا رهبري کېږي او په افغانستان کې د پانګونې او سوداګريزو چارو د ښه والي په موخه جوړه شوې ده.