Language

 هرات ښار (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هرات کې يې له شپږو خصوصي امنيتي کمپنيو وسلې ټولې کړې دي.

 د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال عبدالرحمان رحمان نن (د سلواغې ٢٥ مه) په هرات کې د پوليسو د ۲۰۶ انصار لويديځ زون په قوماندانۍ کې د يوې خبري ناستې پر مهال دغه خبرې وکړې.

 نوموړي زياته کړه: ((زه د همدې لپاره د ځمکې له لارې هرات ته راغلم او د لارې حالت مې له نږدې وليد.))

 د هغه په وينا، په همدې ترڅ کې يې شپږ امنيتي کمپنۍ لغوه کړې او وسلې يې ترې ټولې کړې، چې له دې وروسته به په هېڅ ډول د فعاليت جواز ونه لري.

 رحمان وويل، چې د خلکو د شکايتو له مخې، دغه ډول وسلوالو کمپنيو په سيمه کې په بېلابېلو جنايي جرمونو کې هم لاس درلود او د اسنادو او شواهدو په ترلاسه کيدو به عاملينو ته سزا ورکړي.

 د ۲۰۶ نمبر د پوليسو د قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې شپږ هغه امنيتي کمپنۍ چې د نړيوالو ځواکونو د کاروانونو د امنيت او د لېږد چارې يې له ميدان وردګو تر هراته پر غاړه وې، لغوه او ۱۲۰۰ ميله وسله او ګڼ شمېر مهمات ترې ټول شول.

د هغه په وينا، په دې کې يې مشهورې او لويې کمپنۍ د جيفا او اريا په نومونو دي، چې ډېر وسلوال ساتونکي يې درلودل.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال دغه راز وويل، چې د هرات – کابل د لارې امنيت لپاره يې پلان نيولى او د امنيتي کمپنيو پر  ځاى  به د لارې  او کاروانونو امنيت ملي او د عامه تاسيساتو د ساتنې پوليس پر غاړه لري.

Related Topics