کابل (پژواک٢٥سلواغه٩١) : يوناما چې غواړي پر خپل رول له سره کتنه وکړي، وايي نور به يې کړنې په ملکي برخه کې د افغان حکومت د وړتياوو پر لوړولو او د تګلارو په اړه حکومت ته پر مشورو تمرکز ولري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نن چهار شنبې د ملګرو ملتونو او افغان چاراکيو په ګډه ناسته کې وويل ، چې ملګري ملتونه د افغانستان د سياسي پروسې پياوړتيا، د بنسټونو جوړولو او د وړتياوو لوړولو، ته ژمن دي .
د يوناما اوسنى ماموريت د روان کال د مارچ په ٢٢ نېټه پاى ته رسيږي ، خو يان کوبش وويل چې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم په افغانستان کې د يوناما د ماموريت اړتيا ليدل کېږي او ملګري ملتونه به د لېږد په دوره او د بدلون په لسيزه کې خپل ملاتړى رول ترسره کړي.
يان کوبش وايي ، چې د يوناما موخه د افغان حکومت د هڅو پياوړتيا ده او ددې ماموريت مرسته به هم د افغانستان د حکومت په غوښتنه وي.
دى وايي ،چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره ،چې په ولايتونو کې د بيارغونې ډلې هم ورسره له منځه ځي، ښايي په ساحوي کچه ځينې ستونزې راولاړې کړي.
دى وايي ، چې په دې کار سره به له افغان حکومت سره په مالي او تخنيکي مرستو کې کموالى راشي.
يان کوبش وويل، چې که څه هم له يوناما څخه غوښتنه شوې، چې د ولايتي بيارغونې ډلې چارې د هغوى تر ړنګېدو وروسته ترسره کړي، خو وايي چې دا چاره به د افغان حکومت په غوښتنې پورې اړه ولري.
د هغه په وينا، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره يوناما په دې هېواد کې پر خپل رول له سره کتنه کوي او هڅه کوي، چې د افغانستان د حکومت د بنسټونو پياوړتيا ته ډېره پاملرنه وکړي.
يان کوبش وويل، چې نور نو په افغانستان کې د افغانستان له حکومت سره د موازي بنسټونو او هڅو وخت پاى ته رسېدلى او ملګري ملتونه هڅه کوي، چې د لېږد په دوره او د تحول په لسيزه ( ٢٠١٥ – ٢٠٢٥ ) کې خپل ملاتړى رول ترسره کړي.
ټاکل شوې ، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه د ناټو ځواکونو جګړه ييز ماموريت په افغانستان کې پاى ته ورسيږي او ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په نننۍ ناسته کې وويل ، چې افغان دولت د نړيوالو پايدارو مرستو د ترلاسه کولو لپاره اړ دى ، چې د بشري حقونو د ساتنې او د فساد د له منځه وړلو کړې ژمنې پوره کړي.
هغه وويل، چې د افغان حکومت د شته تګلارو عملي کول ډېرو هڅو ته اړتيا لري.
يان کوبش وويل،چې د افغانستان حکومت بايد په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه او د بشري حقونو خونديتوب ته پاملرنه ډېره کړي.
هغه د بشري حقونو ساتنه، له فساد سره مبارزه او د خدمتونو په وړاندې کولو کې د عمده اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو حقونو په پام کې نيول د افغان دولت له کړو ژمنو وبلل.
دى زياتوي ، چې افغان حکومت بايد په هېواد کې بېځايه شويوکورنيو او همداراز په بهر کې د افغان کډوالو حالت ته په جدي توګه پاملرنه وکړي .
هغه همداراز د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان حکومت بايد، د نشه يي توکو د قاچاق او رشوت مخه ونيسي.
ملګرو ملتونو تېره اونۍ په يوه راپور کې ويلي و، چې په تېر مېلادي کال کې په افغانستان کې نږدې څلور ميليارده امريکايي ډالره رشوت ورکړل شوى دى .
يان کوبش وويل ، چې په دې کچه فساد د افغانستان دولت او اقتصاد ته لوى ګواښ دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول په نننۍ ناسته کې وويل ، چې په تېرې يوې لسيزې کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره په ملکي او د نړيوالو مرستو د همغږۍ په برخه کې مرکزي رول درلود.
زلمي رسول وويل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شتون ددې هېواد په ګټه دى، خو افغان حکومت غواړي، چې نور دغه سازمان د افغانانو په مشرۍ، په سياسي پروسه او د بنسټونو په پياوړتيا کې تخنيکي ملاتړى رول ولري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې خپل فعاليت پيل کړى، چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې يې څو ځله کاري موده غځېدلې ده.
ټاکل شوې ، چې د يوناما اوسنى ماموريت د روان کال د مارچ په ٢٢ نېټه پاى ته ورسېږي.