محمودراقي (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): په تګاب کې د دوشنبې له شپې راهيسې په روانه جګړه کې د وژل شوو لسګونو کسانو مړي تر نن سهاره په سيمه کې پراته وو، خو اوس يې خلکو په خښولو پيل کړى دى.
دا څرګندونې د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب سيمې يوه اوسېدونکې نن له غرمې مخکې ١١ نيمې بجې د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، وويل، چې افغان او بهرنيو ځواکونو له تېرې دوشنبې شپې راهيسې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د وسلوالو مخالفينو پر ضد ګډ عمليات پيل کړي دي.
دغه کس زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې په بدراب، پشکلي او ځينو نورو سيمو کې تر شلو ډېر وسلوال طالبان او شاوخوا شپږ ملکي وګړي وژل شوي او مړي يې تر نن سهاره په سيمه کې پراته وو.
هغه وايي، خلکو د جګړې له امله د دې وخت نه شو پيدا کولاى، چې وژل شوي کسان خاورو ته وسپاري.
د ده په وينا، له نن سهار راهيسې د جګړې په درېدو سره، خلکو مړي راټول کړي، خو تر اوسه (١١ نيمې بجې ) يې خاورو ته نه دي سپارلي.
د ده په وينا، نن تر لسو بجو وضعيت ارام و، خلکو د مړو د خښولو هڅه کوله، خو په شاوخوا لس بجې بيا د جنګلي په نوم سيمې ته دولتي ځواکونه ننوتل او خلکو په نورو کليو کې هم له وېرې د وژل شوو کسانو خاورو ته سپارل وځنډول.
دى وايي، په سيمه کې يوه ښځه د ناروغۍ له امله مړه شوې وه، خو د جګړې له وېرې يې چا د خښولو جرئت نه شوى کولاى.
هغه وويل: “موږ له دولت څخه غواړو چې خلکو ته وخت ورکړي، تر څو دا مړي خاورو ته وسپاري، ميندې لري، ماشومان لري، ژاړي، ملکي خلک ځورول کېږي.”
د تګاب ولسوال عبدالقدوس ساپى وويل، چې د تګاب په عملياتو کې ٢٨ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
ده په دغو عملياتو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله رد کړه او ويې ويل، چې د جګړې په سيمه کې پاتې شوي مړي د وسلوالو طالبانو دي.
خو هغه زياته کړه، چې له نن سهار راهيسې افغان او بهرني ځواکونه د بدراب له سيمې او ځينو نورو کليو وتلي تر څو خلک وژل شوي کسان خاورو ته وسپاري.
خو هغه وويل، چې د وسلوالو مخالفينو د فعاليت د مخنيوي په موخه، سيمې د امنيتي ځواکونو له خوا کلابندې دي او د مړو خاورو ته تر سپارل وروسته به بېرته په دغو سيمو کې چاڼيز عمليات پيل شي.
د تګاب ولسوال وايي، چې په دغو عملياتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دولت وسلوالو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.