Language

جلال اباد (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د کرکټ لوبې پر سر د شخړې له امله دوه تنه وژل شوي او په يوه بله پېښه کې يو طالب قوماندان هم وژل شوى.

د خوګياڼو ولسوال سيد رحمن مومند د سلواغې په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د خوګياڼو د کوز بيار په دربګي سيمه کې د دوو ډلو تر منځ د کرکټ لوبې پر مهال شخړه شوې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د هغه په وينا، دواړو لورو له پخوا څخه مخالفت درلود او په پېښه کې بې ګناه منځګړي خلک وژل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي عرفان الحق پژواک اژانس ته وويل، چې د دواړو خواوو تر منځ د کرکټ لوبې پر مهال شخړه رامنځته شوه او ډزې هم په کې وشوې، چې له امله يې منځګړو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي، چې تېره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ د پيره خېلو په سيمه کې افغان ګډو ځواکونو عمليات کړي دي.

د هغه په وينا، د عملياتو په پايله کې يو طالب قوماندان، چې د ٢٥ وسلوالو مشري يې کوله او په هلمندي مشهور و، وژل شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې يو شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي، سرتېرو او ملکي وګړو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics