Language

“له افغانستان سره به د ټاکنو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړو”

جلال اباد (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): په کابل کې د امريکا سفير وايي، چې په افغانستان کې به د ازادو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو کې پوره مرسته وکړي.

په کابل کې د امريکا سفير جيمز بي کننګهم دغه څرګندونې نن (د سلواغې ٢٦مه) د ننګرهار ولايت په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار له والي ګل اغا شېرزي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.

د هغه په وينا، دوى له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې د اوږدې مودې لپاره جاري ساتي.

نوموړي زياته کړه: ((که څه هم تېر کلونه افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي، خو موږ بيا هم ژمن يو، چې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.))

کننګهم دغه راز وويل، امريکا تر اوسه له ننګرهار ولايت سره د ۵۳۵ ميليون ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي او دا لړۍ به دوام ولري.

نوموړى زياتوي، چې د ننګرهار له پوهنتون سره به هم د دوى مرستې دوام وکړي، څو د محصلينو د زده کړې په کچه کې ښه والى راشي.

په دې خبري ناسته کې د ننګرهار والي وويل، دوى له امريکايي چارواکو په ننګرهار کې د سياسي نماينده ګۍ د پرانيستو غوښتنه کړې او هغوى هم په دې اړه ورسره هوکړې ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د ننګرهار د قومي مشرانو په خوښه د امريکا د سياسي نماينده ګۍ د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.))

د يادونې ده، په روان ۲۰۱۳ کال کې ننګرهار ته د امريکا د سفير لومړى سفر دى، په دغه سفر کې يې له افغانستان او په ځانګړې توګه له ننګرهار سره د مرستو ژمنې تازه کړې.

Related Topics