هرات ښار (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې يوه مېرمن د ناپېژاندو وسلوالو په ډزو کې ووژل شوه.
د هرات امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي د سلواغې په ٢٦ مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياده ٣٠ کلنه مېرمن د ګذرې ولسوالۍ استوګنه وه ، چې نن سهار د دغې ولسوالۍ د سنوګرد په کلي کې ووژل شوه.
د هغه په وينا، دغه مېرمن له يادې ولسوالۍ څخه د هرات ښار پر لور روانه وه، چې د څو تنو مخ پټو وسلوالو له خوا، چې پر موټرسايکلونو سپاره وو، په ډزو ووژل شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د وژنې لامل تراوسه نه دى څرګند، خو د لومړنيو پلټنو له مخې، وژل شوې مېرمن د خپل خاوند ليدو ته روانه وه، چې د هرات په محبس کې بندي دى.
حميدي د هغې د خاوند د بندي کېدو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، چې د قتل په تور پر يو تن شک دى، چې هغه اوس له سيمې تښتېدلى دى.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم په هرات ښار کې د سرحدي پوليسو يوه افسر خپله پېغله لور په ډزو ووژله او يوه د ترور لور يې ټپي کړه.