Language

چاودنې دوه عام وګړي ووژل

اسعداباد (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩١): د کونړ چارواکي وايي، د دې ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې دوه عام وګړي وژل شوي دي.

د کونړ والي سيدفضل الله واحدي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن (د سلواغې ٢٧مه) هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې خلک د سرکاڼو ولسوالۍ له جامع جومات څخه د راوتلو په حال کې وو.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې د سيمې دوه عام وګړي وژل شوي او يو سيمه پوليس ټپي شوى دى.

ده دا پېښه د هېواد او اسلام د دښمنانو کار وباله.

Related Topics