اسعداباد (پژواک ٢٧سلواغه ٩١) : د کونړ د شيګل ولسوالۍ د پېښې د څېړنې په موخه ګومارل شوي پلاوي په سيمه کې د پېښې د قربانيانو د کورنيو له غړيو سره وکتل .
وړمه شپه د کونړ د شيګل د سولتن درې په چوګان کلي کې د ناټو په هوايي بريد کې پنځه ماشومان، څلور ښځې، يو سړى ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
ولسمشرحامد کرزي ددې پېښې له غندلو وروسته وړمه ورځ دسلاکار وزير شجاع الملک جلاله په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده وسپارله ، چې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په موخه د پېښې ځاى ته لاړ او په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته دقيق معلومات وړاندې کړي
د پېښې د سيمې يوتن قومي مشر حاجي بختيار له راغلي پلاوي وغوښتل، چي بايد زيانمنو کورنيو ته تاوا ن ورکړل شي او هغه کسان ، چې دعملياتو پرمهال نيول شوي ژر ترژره خوشې شي .
نوموړي زياته کړه ،چې پدغو عملياتو کې څوارلس ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
له ياد پلاوي سره له کابل څخه راغلي د ايساف ځواکونو يوه مشر بريد جنرال سکاټ هاول هم ومنله ، چې پدغو عملياتوکې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده وويل: (( موږ پرې خفه يو، موږ د عملياتو پرمهال ولسي خلکوته خبرداری ورکړ، چی له کوره ووځي،خو بيا هم ووژل شول او بښنه غواړو.))
د پلاوي مشر شجاع الملک جلاله پژواک ته وويل ، چې په دغه پېښه کی څلور ښځې،يوسړی او پنځه ماشومان وژل شوي او دغه ملکي وګړي د دوو کورنيو غړي دي.
ده وويل ، چې دوى له څېړنو وروسته ددې پېښې او د سيمې د خلکو پيغام ولسمشر ته ورسوي.
دغه راز ولسمشر حامد کرزي په داسې حال کې د شیګل ولسوالۍ له خلکو سره د تېرې ورځې د ملکي تلفاتو په هکله غمرازي وښوده، چې ياد پلاوى هم په سيمه کې موجود و.
کرزي د ټیلیفون په وسيله د شیګل ولسوالۍ د قربانیانو خپلوانو ته د فاتحې تر څنګ د هر ډول مرستې وعده ورکړه.
ولسمشر خلکو ته وویل چې سهار یې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان جنرال ډنفورډ ورغوښتی ؤ او دا یې بیا ورته په ډاګه کړه، چې د مخکیني قوماندان له تعهد سره سم باید بهرني قوتونه په هيڅ ډول او په هيڅ بهانه پر مسکوني سیمو باندې هوایي بریدونه او بمبارۍ ونه کړي.
ده زیاته کړه ، چې نوموړي جنرال په کلکه وعده وکړه چې داسې کار به بیا نه تکراروي.
حامد کرزي خلکو ته دا ډاډ ورکړ، چې د پسرلي په رارسيدو سره به ټول بهرني عسکر له کليو او بانډو څخه ووځي.