غزني ښار (پژواک ۲۸ سلواغه ۹۱): د غرني په يوه بله ناامنه ولسوالۍ کې هم ٥٠ سيمه ييز پوليس وګومارل شو، چې په نږدې راتلونکي کې به ١٥٠ نور وګومارل شي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده تېره ورځ ناوخته په ده يک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د ګومارلو په مراسمو کې وويل، چې دغه پوليس بايد د خلکو له ځورونې لاس واخلي او د خپلې سيمې امنيت وساتي.
نوموړي زياته کړه، چې په سيمه ييزو پوليسو کې ډېرى يې د سيمې اوسيدونکي دي، نو دوى کولاى شي، چې د خپلې سيمې امنيت په ښه توګه وساتي.
د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک پژواک اژانس ته وويل، چې دا مهال يې ٥٠ سيمه ييز پوليس په دې ولسوالۍ کې فعال کړل او ډېر ژر به ۱۵۰ تنه نور وګوماري.
نوموړي زياته کړه: ((د ده يک ولسوالۍ لپاره ټول ۲۰۰ سيمه ييز پوليس منظور شوي دي، چې د دغو پوليسو به ۱۳ امنيتي پوستې د ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې جوړې شي.))
د هغه په وينا، بايد دغې ولسوالۍ ته نور سيمه ييز پوليس هم منظور شي او دا ډېر لږ دي.
د يادې ولسوالۍ د رباط کلي يو اوسيدونکي محمدخان، چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دى پژواک اژانس ته وويل: ((موږ هڅه کوو، څو د خلکو امنيت وساتو، خو زموږ شمېر ډېرکم دى او بايد زيات شي.))
خو بل خوا د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي بيا وايي، چې سيمه ييز پوليس د امنيت لپاره ښه دي، خو خلک ترې په تکليف دي او دوى عام خلک ځوروي.
د ده يک ولسوالۍ د ده يک کلي اوسيدونکي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل: ((دا ټول هغه کسان دي، چې له دې وړاندې يې په دغه ولسوالۍ کې د شخصي کمپنيو ساتونکي وو او هغه وخت يې هم عام خلک ډېر ځورول.))
د هغه په وينا، په ګومارل شوو سيمه ييزو پوليسو کې يې ډېرى په نشه يي توکو روږدي دي.
د يادونې ده، چې د غزني په يو شمېر ولسواليو کې د نورو امنيتي ځواکونو تر څنګ سيمه ييز پوليس هم ګومارل شوي دي.