Language

هرات کې درېيو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړى

هرات (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩١): په هرات کې د بېلابېلو پېښو له امله درېيو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړى دى.

د لوېديځو ولايتونو د ساحوي پوليسو د قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د انجيل ولسوالۍ په يوه کور کې په خطايي ډزو يوه پنځه کلنه نجلۍ وژل شوې ده.

ده زياته کړه، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د کور خاوند وسله پاکوله.

د هغه په وينا، د پېښې عامل يې د وژنې ترڅنګ د ناقانونه وسلې د ساتلو په تور نيولى او اوسمهال د پلټنو لپاره د پوليسو په توقيف کې دی.

دغه داز دى وايي، د انجيل ولسوالۍ په ده بالا کلي کې هم د يوې کورنۍ دوو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي شېرعلم پژواک اژانس ته وويل، دوه تنه تره او وراره، چې يو يې ٣٥ او بل ٢٣ کلن و، د څښاک د څاه پاکولو پرمهال په څاه کې لوېدلې او مړه شوي دي.

Related Topics