Language

په جلال اباد کې د نيالګيو اېښودو کمپاين پيل شو

جلال اباد (پژواک ٢٨ سلواغه ۹۱): په جلال اباد کې د جمعيت اصلاح ټولنې له خوا د نيالګيو  ايښودو کمپاين پيل شو.

د جمعيت اصلاح د ټولنې يوه غړي محمدګلاب توحيديار د سلواغې په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى دغه کمپاين نن د (نيالګي وکرئ ـ هېواد شين کړئ ـ اجر تر لاسه کړئ) تر شعار لاندې پيل کړ.

د هغه په وينا، د نيالګيو د عملي اېښودو تر څنګ بېنرونه او چاپ شوې پاڼې هم په ټول ښار کې وېشي.

نوموړي زياته کړه: ((په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي د لوړوالي په خاطر دغه کمپاين د يوې ورځې لپاره پيل شو.))

د توحيديار په خبره، د ښار په بېلابېلو برخو کې يې سلګونه نيالګي کېنول او دغه راز يې ۵۰۰۰ لاسي خبرتياوې چاپ او ووېشلې.

نوموړي له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې هر يو تن دې په خپل چاپېريال کې له يوه نيالګي نيولې تر خپلې وسې کېنوي او خپله سيمه دې پرې سمسوره او چاپېريال دې پاک کړي.

د ننګرهار د ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم پژواک اژانس ته وويل، چې له يادو بوټو نه به ساتنه کوي، تر څو په ښار کې له خاورو او دوړو مخنيوی وشي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ ټول کارکوونکي به په دې برخه کې همکار وي او دا ډېر ستر کار دی.))

د ننګرهار د کانال رييس هم د يادو بوټو په کېنولو خوښي ښيي او وايي، د هېواد هر وګړي ته ښايي، چې دوه بوټي، يو د ځان لپاره او بل د هېواد لپاره کېږدي.

نوموړي زياته کړه: ((د ېو هېواد ۲۵ سلنه ځمکه بايد ځنګلونه وي او که چېرې له دې کمه شي

ستونزې راولاړيږي.))

Related Topics