Language

د ننګرهار ٦زره جريبه للمي ځمکې خړوبولو ته کانال فعال شو

 جلال اباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩١): په ننګرهار کې د هډې فارم ٦٠٠٠ جريبه ځمکه وروسته له ١٥ کلونو څخه يو ځل بيا له اوبو څخه برخمنه شوه.

 د ننګرهار ولايت د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل د سلواغې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د ننګرهار دويم نمبر کانال وچ شوى و، چې له امله يې شپږ زره جريبه ځمکه للمي وه او نن ياد کانال بېرته فعال شو.

 د هغه په وينا، د ننګرهار د کانال رياست دوه نورې پروژې هم لري، چې له مخې به يې په ١٠٠ جريبه ځمکه کې ځنګل او په ٢٠٠ جريبه ځمکه کې زيتون وکرل شي.

 نوموړي زياته کړه: “په ١٣٩٢ کال کې به د ننګرهار په کانال رياست کې د ٢٢ ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې هم پيلېږي.”

 د راحل په خبره، يادې پيسې به د اسيايي پرمختيايي بانک او د ايټاليې هېواد له لوري ورکول کېږي.

 نوموړى زياتوي، چې يو ميليون ډالر د اسيايي پرمختيايي بانک پيسې به د زيتونو د فابريکې او توليد په برخه کې مصرف کړي.

 دى وايي: ((نوره بوديجه به په درېيو کلونو کې مصرفيږي، چې د کانال رياست د پرمختګ سبب به وګرځي.))

 د هغه په وينا، دوى به د دغه پروژو په ترڅ کې د اوبو لګولو سيستم ورغوي، تر څو وکولى شي، چې د ٣١ زره هيکټاره ځمکې ته اوبه ورسوي.

 د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، که څه هم د ننګرهار د کانال په رياست کې ستونزې ډېرې موجودې دي، خو د هوارېدو په موخه يې ډېر جدي اقدامات روان دي.

 د ده په خبره، د کانال رياست ته پخوا مرکزي دولت ډېره پاملرنه کوله، خو اوس يې توجه يو څه کمه شوې ده.

 د يادونې ده، چې د ننګرهار کانال شاوخوا ٢٥٠٠٠ هيکټاره ځمکه لري، چې بېلابېل زينتي، مېوداره او بې مېوې بوټي په کې کرل شوي دي، چې د هېواد په کچه د کرنې په برخه کې يو تر ټولو ستره پروژه ګڼل کيږي.