Language

هرات ښار (پژواک ٢٩ سلواغه ٩١): په هرات کې درې ډلې وسلوال، چې ٣٥ تنه کيدل، له سولې پروسې سره يو ځاى شول.

چارواکي وايي يو ځاى شوي وسلوال د شېنډنډ، پښتون زرغون  او اوبي ولسواليو کې  د دولت ضد فعاليتونه کول.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د سلواغې په ٢٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ډله کې د ملامحمد ګل په نوم په شېنډنډ کې، ملامحمد نسيم په اوبي کې او ملامحمد رسول په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو مشهور قوماندانان وو.

د هغه په وينا، دغه کسان د قومي مشرانو او سولې عالي شورا په هڅو له دولت سره يوه ځاى شول، چې ۱۵ کلاشنکوفونه ۴ ماشيندار، ۲ راکټونه، ۱۱ د اوبوس سرګلولې او ۱۵ ماينونه يې هم امنيتي چارواکو ته وسپارل.

له يو ځاى شوو کسانو څخه ملامحمد ګل پژواک اژانس ته وويل، چې لس کاله يې د شينډنډ ولسوالۍ په کوه زور سيمه کې د ۱۲ وسلوالو مشري کوله.

د هغه په وينا، پر شينډنډ سربېره يې فراه ولايت کې هم وسلوال فعاليتونو کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې له دولت سره د يو ځاى کيدو لامل تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل دي.

خو طالب وياند قاري محمد يوسف احمدي له دولت سره د طالبانو د يو ځاى کيدو خبره ردوي او وايي، چې په هرات کې په يادو نومونو هېڅ وسلوال د دوى په ليکو نه و.