غزني ښار (پژواک ۳۰ سلواغه ۹۱): د غزني د يو شمېر سيمو خلک وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو په ګومارلو سره دې دولت په دغو سيمو کې د بيارغونې پروژې هم پلې کړي.
د دوى په وينا، په تېرو لسو کلونو کې يې په سيمو کې د بيارغونې کارونه نه دي شوي.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ميرخان کلي اوسېدونکي جمعه خان پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې په تېرو لسو کلونو کې د بيارغونې کارونه نه دي شوي.
د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې يې په وروستيو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي او تر ډېره امن دى، خو وايي، چې دولت بايد د بيارغونې کارونه هم ژر پيل کړي.
د ده يک، اندړ او مقر ولسواليو اوسېدونکي هم وايي، تر اوسه د دوى په سيمو کې د بيارغونې په برخه کې کارونه نه دي شوي، چې له امله يې يو خوا د سيمو خلک بې کاره دي او بلخوا د سيمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي قومي مشر حاجې بسم الله پژواک اژانس ته وويل: ((د دې ولسوالۍ په سلګونه خلک بې کاره دي، ماشومان مو په کورونو کې درسونه وايي او تر اوسه يو پولګوټى هم نه دى جوړ شوى.))
د ده په خبره، په ولسوالۍ کې يې ټولې لويې لارې خامې دي، خلک يې د ژمي په شپو او ورځو کې په مياشتو مياشتو ښار ته له تګ محروم وي.
نوموړي زياته کړه، چې په ده يک کې سيمه ييز پوليس فعال شول او دولت بايد له دې سره سم د بيارغونې کارونه او پروژې هم پلي کړي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده وړمه ورځ په ده يک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو په مراسمو کې ژمنه وکړه، په هغو سيمو کې، چې سيمه ييز پوليس فعال شوي دي، د بيارغونې کارونه به هم پيل کړي.
نوموړي د سيمې له خلکو وغوښتل، چې له سيمه ييزو پوليسو سره د امنيت په راوستلو کې مرسته وکړي، څو د بيارغونې کارونه پيل کړي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال هم پژواک اژانس ته وويل، په هغو سيمو کې، چې سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي پراته دي، اوس مهال څه نا څه د بيارغونې کارونه پيل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((د پاينده محمد، صاحب خان، ميرې او يو شمېر نورو سيمو کې په پلان کې لرو، چې لويې پروژې پلې کړو.))
د ولسوال په خبره، د دغو پروژو په پلې کېدو سره به په سلګونو خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي.