جلال اباد ( پژواک ۳۰ سلواغه ۹۱ ) : دافغانستان ملي ځواکونو د پاکستان د تحریک طالبان مرستیال او په باجوړ ایجنسۍ کې ددغه تحریک مشر مولوي فقیر محمد نیولی دی.
په ننګرهار ولایت کې یوې استخباراتي سرچینې چې دنوم له څرګندولو یې ډډه کوله، دسلواغې په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې مولوي فقير محمد په ننګرهار کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري پرون نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې مولوي فقير محمد پرون د يو شمير نورو وسلوالو سره يوځاى د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوى.
دسرچينې د معلوماتو له مخې د مولوي فقير محمد سره يې يو شمير وسلې هم نيولي دي.
په سيمه کې د وسلوالو طالبانو يو مهم قومندان چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي چې دوى ته داسې راپورونه رسيدلي چې مولوي فقير محمد د ملي امنيت له لورې نيول شوى.