Language

غزني ښار (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩١): د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې يو امريکايي سلاکار د اسلام په دين مشرف شوى دى.

 د ګيلان ولسوال محبوب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د “ډګرمن ګورين” په نوم يو بهرنى درې ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د څلورمې لوا د دوهم کنډک د نظم عامې پوليسو په قوماندانۍ کې د اسلام دين منلى دى.

 ده زياته کړه، ياد کس د اسلام دين په اړه مطالعه کړې او په خپله خوښه مسلمان شوى دى.

 د نظم عامه پوليسو د عمومي قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کس د ګيلان ولسوالۍ د علماوو شورا په وړاندې د شهادت کلمه ويلې او د “علي” نوم ورته غوره شوى دى.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد شوى سلاکار د امريکا د کاليفورنيا اوسېدونکى دى.