Language

حيرتان بندر د امو سيند تر ګواښ لاندې دى

مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): دولتي چارواکي وايي، چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د امو سيند لسګونه کورونه او سلګونه جريبه ځمکه لاندې کړې او حيرتان بندر هم تر ګواښ لاندې دى.

له تېرو شلو ورځو د کلدار ولسوالۍ ارغياق کلی، چې له حيرتان بندر سره لس کيلومتره واټن لري، امو سيند لاندې کړی، لسګونه کورونه او او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې له منځه وړې ده.

د ارغياق کلي د پراختيايي شورا مشر حاجي رحمان د کب په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې که چېرې په لنډه موده کې د امو سيند پر وړاندې تحکميات جوړ نه کړای شي؛ نو د ياد کلي د ويجاړېدو ترڅنګ به حيرتان بندر هم تر ګواښ لاندې وي.

نوموړي زياته کړه، نږدې شل ورځې کېږي د امو سيند اوبه پر دغه کلي را اوښتي، چې ۱۰۰ کورونه ويجاړ او نږدې ۲ زره جريبه کرنيزه ځمکه يې له منځه وړې ده.

د هغه په وينا، د امو سيند اوس د کلدار ولسوالۍ او حيرتان ښارګوټي لارې ته په نږدې کېدو دى او يواځې ٦٠ متره واټن ورته پاتې دى چې تخريب يې کړي.

حاجي رحمان وويل، په تېرو کلونو کې، چې امو سيند ته په دې سيمه کې کوم تحکيمات اېښودل شوي وو، هغه دوه کيلومتره له سينده اخوا پاتې دي.

نوموړي زياته کړه، چې که چېرې دولت په لنډه موده کې تحکيمات جوړ نه کړي؛ نو حيرتان ښارګوټی، چې له دې سيمې سره لس کيلومتره واټن کې پروت دی، زيانمنېدای شي.

د کلدار ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي هم د امو سيند له امله د رامنځته شوو ويجاړيو د پخلي تر څنګ وايي، چې د حيرتان ښارګوټی هم تر ګواښ لاندې دى.

د دې ولسوالۍ اجرائيه مدير عبدالحبيب کريمي پژواک اژانس ته وويل، چې امو سيند په دې سيمه کې له تېرو څو کلونو په پرله پسې توګه ويجاړۍ کوي؛ خو لا يې د مخنيوي لپاره اړينې چارې نه دې ترسره شوې.

نوموړي زياته کړه، چې د ارغياق کلي ترڅنګ توبلغ کلي کې هم لسګونه جريبه ځمکه او ۱۲ کورونه له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، بورزاق کلی هم د اوبو تر ګواښ لاندې دی.

د بلخ د کليو پراختيا رييس عبدالباسط عيني، چې له يو پلاوي سره کلدار ولسوالۍ ته د خپلو چارو د ارزونې په موخه تللی و، پژواک اژانس ته وويل، چې د امو سيند د اوبو د ويجاړيو له امله د دوی له خوا د جوړو شوو دوه ښوونځيو ودانۍ د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، چې اوبه د يادو ښوونځيو لس مترۍ ته رسېدلي، چې که تحکيمات جوړ نه کړای شي؛ نو ښايي له منځه ولاړ شي.

د کليو او پراختيا رييس د امو سيند له امله د حيرتان بندر د ويجاړېدو په اړه وويل: ((ما چې له نږدې د امو سيند تخريبات وليدل؛ نو په حيرتان ښارګوټي ووېرېدم، د سيند اوبو چې کومه سيمه تخريب کړې، له ښارګوټي لس کيلومتره فاصله لري، که تخريب همداسې روان وي؛ نو دغه بندر په پوره توګه تر ګواښ لاندې دی.))

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت چارواکې له تېرو څو کلونو د امو سيند د ويجاړيو په اړه خپلې اندېښې له مرکز سره شريکې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، د دوی دنده همدومره ده، چې سيمه وڅاري او مرکز ته احوال ورکړي.

د هغه په وينا، په وروستيو کې د امو سيند د نويو زيانونو د څېړلو پلاوي، خپل راپور د ولايت مقام اداري ناستې ته وړاندې کړ، چې د حيرتان بندر پر وړاندې يې اندېښنه په کې ښودلې وه.

فرهاد وويل، که څه هم د امو سيند مهار کول د اوږدې پروژې له لارې کېدای شي؛ خو بيا هم دوی وړانديز کوي، چې چارې يې ژر پيل شي.

Related Topics