غزني ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۱): په غزني کې لويو لارو ته د نږدې سيمو اوسيدونکي د شخصي امنيتي کمپنيو له ساتونکو څخه شکايت کوي او وايي، چې دوى هر وخت عام خلک ځوروي.
دغه خلک وايي، کله چې دغه ساتونکي له وسلوالو طالبانو سره په نښته کې شي، نو ډېرى وخت مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوړي.
د ګيلان ولسوالۍ د جنډې سيمې اوسيدونکي محمدروف، چې کلى يې د کابل – کندهار پر لويه لاره پروت دى پژواک اژانس ته وويل، کله چې په دې لاره کوم اکمالاتي کاروان تېريږي، نو ساتونکي يې په سيمه کې عام خلک ځوروي.
نوموړي زياته کړه: ((دلته ورباندې طالبان يو څو ډزې وکړي، نو دوى خپلې وسلې د کلي په لور راواړوي او ضربې کوي.))
د هغه په وينا، څه موده مخکې د دوى په ډزو کې دوه کسه ټپيان شول او له دولت غواړي، چې له دغو کمپنيو هم وسله ټوله کړي.
د غزني د قره باغ، مقر، ګيلان، اب بند او اندړ هغه ولسوالۍ دي، چې شخصي امنيتي کمپنۍ خپل مالونه له دې لارې تېروي.
د اندړو ولسوالۍ يو اوسيدونکي احمدخان پژواک اژانس ته وويل، کومې امنيتي کمپنۍ چې امنيتي چارې يې د عامه ساتونکو پوليسو ته سپارل شوي، نو دوى هم له ځورولو خلاص شوي دي.
د هغه په وينا، خو بيا هم کله نا کله د هغو کسانو له لوري ځوريږي، چې تراوسه دولت وسله نه ده ورڅخه ټوله کړې.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې دوى په عام سړک ولاړ وي، هر څوک چې په لار تيريږي، نو د طالب په نوم يې ځوروي او له هغو نه په زور پيسې اخلي.))
غزني کې اوس مهال د کمپاز، افغانستان نوين او دوه نورې امنيتي کمپنۍ شته دي، چې فعاليت کوي او تراوسه ترې دولت وسله نه ده ټوله کړې.
د غزني والي څه موده وړاندې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ د بې وسلې کولو په مراسمو کې ويلي وو، چې د ډېرو خصوصي امنيتي کمپنيو ساتونکي عام خلک ځوروي او له همدې امله به ټولې بې وسلې کړي او چارې به يې د عامه ساتونکې قطعې ته وسپاري.
خو د غزني د والي وياند فضل سباوون بيا وايي، چې په غزني کې ټولې خصوصي امنيتي کمپنۍ بې وسلې شوې او چارې يې د عامه ساتونکو قطعې ته سپارل شوې دي.
د يادونې ده، چې په غزني کې څه موده وړاندې د عامه ساتونکو۵۰۰ ييزه قطعه فعاله شوه، چې اوس مهال د يو څو امنيتي کمپنيو د امنيت چارې پر مخ وړي، چې د غزني ډېرى اوسيدونکي يې له چلنده خوښ دي.