Language

د يوه غله د تېښتې په تړاو څلور پوليس ونيول شول

جلال اباد(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١):   د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ له  نظارت خانې د يوه غل په  تېښته کې د مرستو په تور د يوه افسر په ګډون څلور پوليس نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې په شپه په جلال اباد ښار کې د افغان بيسم مخابراتي شرکت د مشر انجنير ماهر ودير پر کور څلور غله ور ننوتي وو، چې د پوليسو له خوا لاس په لاس ونيول شول.

هغه زياته کړه، چې له نيول شوو څلورو غلو څخه يو يې تېره شپه د قوماندانۍ له نظارت خانې څخه په تېښته بريالى شوى دى.

سمونوال هاشمي وايي: ((موږ په دې تور درې پوليس او يو ساتنمن نيولي او پلټنې ترې دوام لري، ښايي همدوى ورسره لاس ولري.))

دى زياتوي، د تښتېدلي غله د نيولو هڅې روانې کړي چې ډېر ژر به د امنيتي ځواکونو لاسته ورشي.

د امنيه قوماندانۍ يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې تښتېدلي کس د خلکو په تښتونو کې هم لاس درلود.

سرچينه زياتوي، چې ياد کس ته د تېښتې زمينه د امنيه قوماندانۍ يو شمېر موظفينو د پيسو په بدل کې برابره کړې وه.

د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار د څارنوال عبدالقيوم د کورنۍ يو غړى هم د ناپېژانده وسلوالو له لورې تښتول شوى دى.

څارنوال عبدالقيوم هم پژواک اژانس ته دغه پېښه تاييد کړه، خو په اړه يې د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو په دې اړه ناخبري وښوده.

Related Topics