Language

اسعد اباد ( پژواک د کب لومړۍ ٩١ ) : د کونړ چارواکي وايي چې دايساف په بې پيلوټه هوايي بريد کې څلور تنه وسلوال وژل شوي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريدونه تېره شپه شوي دي.

هغه زياته کړه چې لومړۍ بريد د سرکاڼو ولسوالۍ په ادره کې شوى چې له امله يې دوه وسلوال وژل شوي او يو ټپي دى.

د وحيدي په وينا، بل بريد د غازي اباد په يوه دره کې شوى چې له امله يې دوه وسلوال وژل شوي دي.

دى وايي چې په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.