Language

په سوداګرۍ وزارت کې رامنځته شوې لانجه هواره شوه

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): د ختيځو ولايتونو سراسري شورا د سوداګرۍ د وزير او د هغه د مرستيال ترمنځ راپيدا شوې لانجه هواره کړه او له ارګ څخه يې وغوښتل، چې د مرستيال په اړه په لويه څارنوالۍ کې دوسيه ختمه کړي.

شاوخوا يوه مياشت مخکې د سوداګرۍ وزارت مرستيال متصل کومکي او يو شمېر نورو رييسانو او مامورينو د اړوند وزير ډاکټر انوارالحق احدي ترمنځ په وزارت کې د اداري فساد په اړه ناندرۍ راپورته شوې وې.

پر دې مهال له يوه نامعلوم ادرس څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته په يوه ايميل کې د فساد او د صنايعو څانګې د قرادادونو او موافقه ليکونو او د کار کوونکو د ګومارنې په برخو کې د روڼوالي د نشتوالي او د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې د بې نظميو ادعا شوې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي سمدستي په يو خبري کنفرانس کې هغه ادعاوې رد کړې؛ چې ګواکې په دغه وزارت کې د اداري فساد د شتون په اړه ادعا شوې وه.

هغه له لويې څارنوالۍ غوښتي و، چې په دې اړه د شوو ادعاوو په اړه پلټنې وکړي.

 تر يادې پېښې وروسته د متصل کومکي او د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي ترمنځ ناندرۍ پورته شوې او د دوى ترمنځ اختلافات نور هم زيات شول.

خو د ختيځو ولايتونو سراسري شورا په ولسي جرګه کې د ختيځو ولايتونو د يو شمېر وکيلانو په همکارۍ د يادې شخړې د هوارۍ لپاره جرګې مرکې وکړې او نن د کب په لومړۍ نېټه د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره ياده ستونزه او شخړه هواره شوه.

د دې شورا مشر الحاج قمردين شينوراي په دې اړه د جوړې شوې جرګې او غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ځيني مرموز لاسونه زموږ شخصيتونه جريحه کوي او زموږ په منځ کې بې اتفاقي اچوي.))

هغه زياته کړه، د سوداګرۍ په وزارت کې يوه وړه ستونزه پيدا شوې وه، چې د قومي مشرانو، مخورو او وکيلانو په همکارۍ يې دا ستونزه هواره کړه.

نوموړي زياته کړه، د دوى شورا په هېواد کې د ملي يووالي لپاره فعاليت کوي او تر دې مخکې يې په بغلان ولايت کې يوه ستونزه د جرګې له لارې هواره کړې وه.

د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي يادې غونډې ته د وينا پر مهال له ختيـځې شورا او ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه، چې د دې ستونزې په هوارولو کې يې منډې ترړې کړې دي.

نوموړي د يادې ستونزې د يادونې پر مهال وويل، چې د يوه نامعلوم اېميل له لارې ادعاوې شوې وې او ده هغه مهال ټولې ادعاوې رد کړې او له څارنوالۍ يې وغوښتل چې دا وڅېړي.

ده زياته کړه: (( دې شخړې زما او د وزارت د مامورينو ترمنځ منفي حالت رامنځته کړى و.))

احدي په خپل وزارت کې هر ډول فساد رد کړ او ژمنه يې وکړه، چې دى به د هر ډول فساد پر وړاندې کلکه مبارزه کوي.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال انجنير متصل کومکي وويل، چې په ادارو کې ستونزې او فساد وي، چې بايد پر ضد يې اقدامات وشي.

هغه زياته کړه: ((ما او يو شمېر نورو همکارانو د ادارې د اصلاح لپاره هڅې پيل کړې، له وزير سره مو ستونزې شريکې کړې او وزير صاحب هم په غور سره واورېدې او ژمنه يې وکړه، چې په ګډه سره به کار کوو.))

د کومکي په وينا، دوى هوډ کړى و، چې که اړوند وزير ستونزې هوارې نه کړي، نو دوى به د ولسمشرۍ ماڼۍ ته مراجعه کوي، خو زياته يې کړه، ځينو نامعلومو کسانو د دوى په ليک کې زياتونه کړې او هڅه يې کړې، چې دى او وزير بدنام کړي.

نوموړي يو ځل بيا د سوداګرۍ له وزير څخه وغوښتل، چې په وزارت کې د مغرضو او مفسدو کسانو مخه ونيسي.

د يادې جرګې په پاى کې اته ماده ييز پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې د ولسمشرۍ له مقام څخه غوښتل شوي، چې د جرګې اصل ته په ارزښت او درناوي دې دغه موضوع په څارنوالۍ کې وتړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته اېميل د مجهول الهويت شخص له خوا لېږل شوى او دواړه لوري ورسره هېڅ تړاو نه لري.

د پرېکړه ليک په بله ماده کې راغلي، متصل کومکي او د هغه همکاران له ياد ليک سره هېڅ تړاو نه لري او په کلکه يې ردوي.

دغه راز دا هم په پرېکړه ليک کې راغلي، د سوداګرۍ وزير په دې اړه پر چا ادعا نه لري او لويې څارنوالۍ ته د متصل کومکي احضارول تېروتنه بولي او جرګې له هغه بښنه غوښتې ده.

په بله ماده کې راغلي: ((په هېواد او د سوداګرۍ په وزارت کې دواړه لوري له فساد نه انکار نه کوي، د فساد د مخنيوي لپاره کلکه ژمنه کوي چې د ګډ کاري ټيم په حيث به په ډېر قوت د فساد پر ضد مبارزه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.