کابل ( پژواک د کب لومړۍ ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزى وايي چې له فساد سره مبارزه د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو جدي او صادقانه همکارۍ ته اړتیا لري.
له ارګ څخه د کب په لومړۍ پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې له رئیس سناتور رابرټ باب مننډیز سره دليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو، د سولې د بهیر، د فساد پرخلاف د مبارزې او د جمهوري ریاست د راتلونکو ټولټاکنو په اړه خبرې اترې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو جدي او صادقانه همکارۍ ته اړتیا لري.
حامد کرزي د دولتي چارواکو خپلوانو او پر هغوی پورې تړلو کسانو ته د قراردادونو ورکول د فساد ستره سرچینه وبلله، ټینګار یې وکړ چې د امریکا متحده ایالات دې هغوی ته د قراردادونو له ورکولو څخه ډډه وکړي.
ده زیاته کړه چې د دولتي چارواکو خپلوانو او په هغوی پورې تړلو کسانو ته د قراردادونو ورکول، د نظام دکمزورتیا لامل کیږي او له فساد سره د مبارزې په لاره کې ددولت هڅې، له ستونزو سره مخامخ کوي.
د هېواد ولسمشر د افغانستان لپاره د سولې بهیر مهم وباله او د دغه بهیر د بریالیتوب په خاطر د پاکستان، امریکا او د نورو ښکیلو هېوادونو د مخلصانه همکارۍ غوښتونکی شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه وویل د افغانستان حکومت مصمم دی چې آزاد، راڼه او عادلانه انتخابات ترسره کړي.
ولسمشر یو ځل بیا د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتوکې د بهرنیو هېوادونو پر نه لاس وهنې باندې د ټینګار په ترڅ کې، په دې اړه د امریکا د متحده ایالاتو د همکارۍ غوښتونکی شو.
سرچينه زياتوي چې په مقابل کې سناتور رابرټ باب منډدیز چې نوی د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی، وویل چې د افغانستان د اهمیت له مخې، ده، خپل لومړنی بهرنی سفر له دغه هېواد څخه پیل کړ.
هغه په واشنګټن کې د افغانستان او امریکا د جمهورو رئیسانو بریالیو مذاکرو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: (( د امریکا متحده ایالات افغانستان یوازې نه پریږدي. سناتور رابرت باب منندیز د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي همکاریو موافقه لیک د دواړو هېوادونو په ګټه وباله. ))
ديادونې وړ ده چې تر دې مخکې جان کيري دامريکا د سنا د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميسيون مشر و، خو هغه تېره مياشت د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP