Language

بلخ کې امنيتي ګواښونه ٩٠ سلنه کم شوي

مزارشريف (پژواک ٢ کب ٩١): د بلخ امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د وسلوالو مخالفينو له خوا په شته امنيتي ګواښونو کې ۹۰ سلنه کموالى راغلی دی.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري د کب په ۲مه د سولې له پروسې سره د ۱۶ وسلوالو مخالفينو د يو ځاى کېدو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت د وسلوالو شتون مخ په له منځه تلو دى.

نوموړي زياته کړه، چې د روان کال په اوږدو کې د ګړنديو امنيتي هڅو او د سولې د روانې پروسې له امله په شته امنيتي ګواښونو کې خورا کموالى راغلی دی.

د هغه په وينا، د سولې د عالي شورا د هڅو په پايله کې زيات شمېر وسلوال مخالفين له دولت سره يو ځای شوي، چې له امله يې د دولت د مخالفينو د هڅو ښه مخنيوی شوی دی.

د امنيت امر وويل، چې تېر کلونه په بلخ کې د دولت د مخالفو وسلوالو له خوا ګواښونه ډېر وو، خو په روان کال کې ۹۰سلنه کم شوي دي.

د هغه په وينا، د بلخ ولايت په چاربولک، چمتال او شولګر ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو ځای پر ځای کېدل د يادو ګواښونو په راکمېددو کې خورا اغېزمن تمام شول.

د امنيت امر وويل، دوی هڅه کوي، چې د امنيت راوستو لپاره په روانو هڅو کې د عامو خلک ملاتړ ترلاسه کړي.

د بلخ اوسېدونکي که څه هم په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د ښه امنيت پخلی کوي؛ خو راتلونکي پسرلي ته په اندېښه کې دي، چې د وسلوالو مخالفينو هڅې په کې يو ځل بيا ډېرې نه شي.

د چاربولک ولسوالۍ د تيمورک کلي اوسېدونکي پيرمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرو څو کلونو په پرتله په روان کال کې امنيت خورا ښه دی.

نوموړي زياته کړه، چې په تېر کال کې د دوی کلی د طالبانو په ولکه کې و او اوس په کې سيمه ايز پوليس ګومارل شوي او د سيمې امنيت يې په سمه توګه ټينګ کړى دى.

د هغه په وينا، وسلوال طالبان ډېری وخت په پسرلي کې خپلو ورانکارو کړنو ته زور ورکوي، امنيتي مسوولين يې بايد پر وړاندې چمتو وي او پرې يې نه ږدي چې ناوړه کړنې ترسره کړي.

پيرمحمد همداراز له دولت څخه په سيمه کې د پراختيايي کارونو د پيل غوښتنه وکړه، چې ورسره خلک په کار کېږي او د جنګ لمن ټولوي.

د امنيت امر وويل، چې دوی د راتلونکي پسرلي لپاره په پوره توګه چمتووالی لري او د بې امنۍ امکان ردوي.

Related Topics