جلال اباد (پژواک ٢ کب ٩١): د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې ملکي روغتون ته ورتلونکي ناروغان شکايت کوي، چې په وخت سره يې درملنه نه کېږي او نه هم په دغه روغتون کې ورته د درملو اسانتيا شته.
د مهترلام ښار اوسېدونکي عبدالخالق پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر مازديګر يې خپل زوى، چې لاس يې مات شوى و، روغتون ته د درملنې په موخه راوړى، خو په روغتون کې د شپې تر لسو بجو پورې د کوم ډاکټر څرک نه لګېده.
هغه زياته کړه: ((د شپې تر لسو بجو ډاکټر پسې وګرځېدم بيا يو کس راغى هغه هم سپکې سپورې راته وکړې.))
د ده په خبره، د مهترلام ولايتي روغتون هم له فساده خوندي نه دى پاتې، کوم کسان چې واسطه ولري نو د هغوى مريض ته تر ټولو ژر ډاکټر راځي.
دى وايي: ((دا فاسد خلک موږ نه غواړو، دا په سپينو جامو کې غله دي.))
دوه ويشت کلن ځوان اسماعيل هم اندېښنه ښيي او وايي، چې د مهترلام په ولايتي روغتون کې د مسلکي ډاکټرانو له نه شتون سره سره امکانات هم کم دي.
دى وايي: ((روغتون ته چې ورشې، وايي دا د ننګرهار روغتون ته بوځئ، هلته چې ولاړ شو وايي پېښورته ولاړ شئ، خو تر څو چې پېښور ته ځو نو مريض مړ وي.))
د لغمان د نوي ښار اوسېدونکى سيداغا وايي، په ياد روغتون کې ناروغان ډېر او بسترونه کم دي.
د ده په خبره، چې د لغمان ډېرى ناروغان ننګرهار ته ځي، ځکه چې د مهترلام ولايتي روغتون يې ظرفيت نه لري.
هغه پژواک ته وويل: ((درمل هم نشته، يوه ګډوډي جوړه ده، سړى حيران شي چې څه وکړي!))
نوموړى پر مرکزي دولت غږ کوي، چې د دوى ستونزې دې درک کړي او د حل په موخه دې اقدامات وکړي.
خو د لغمان د ولايتي روغتون رييس عطاالله نيازي هغه ټولې ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې په ياد روغتون کې مسلکي ډاکټر نشته او زياتوي چې په ولادي نسايي برخه کې هم متخصصين لري.
نوموړي يو شمېر ستونزې ومنلې او پژواک ته يې وويل، چې ياد روغتون تر اوسه په معياري ډول نه دى جوړ شوى.
د هغه په وينا، روغتون د سلو بسترونو ظرفيت لري، خو اوس دوى په کې ١٣٨ بستره اچولي دي.
ډاکټر نيازى وايي، چې د عامې روغتيا وزارت دوى ته يواځې د سلو بسترونو امکانات برابروي، مګر د دوى مراجعين زيات دي.
هغه زياته کړه: ((همدارنګه شاوخوا څلورنيم لکه نفوس لپاره دې شفاخانې ته درمل او نور امکانات ورکول کېږي حال دا چې د لغمان نفوس له دې څو چنده زيات دى.))
دى وايي، چې د لغمان په نورو ولسواليو کې روغتون نشته، نو اکثره خلک يې همدغه روغتون ته د درملنې لپاره ورځي.
ډاکټر نيازي زياته کړه: ((واړه واړه کلينيکونه دي، نو خلک مجبور دي چې ولايتي روغتون ته راشي.))
دى وايي، که چېرې د ولسوالۍ په کچه روغتون هم په ځينو ولسواليو کې جوړ شي نو ستونزه به يو څه هواره شي.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي وايي، په ټولو ولسواليو کې واړه کلينيکونه دي، خو له مرکزه يې د ولسوالۍ په کچه د روغتون غوښتنه کړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په راتلونکي کال کې به ولايتي روغتون ١٥٠بستريز شي.
نوموړى دا مني چې په ياد روغتون کې ستونزې شته؛ ځکه له يوې خوا يې تعمير په معياري بڼه نه دى جوړ شوى او له بل پلوه مرکز دوى ته کم امکانات ورکوي.