جلال اباد (پژواک ٢ کب ٩١): په لغمان ولايت کې ځايي چارواکي وايي، چې د ملي ځواکونو په عملياتو کې ٣٢ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د الينګار په ولسوالۍ کې د سيند ځنډو ته په ګلارام او کټه سنګ سيمو کې د ملي اردو او پوليسو له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې نن تر غرمې ورسته پورې په مخامخ جګړه کې ١٥ وسلوال مخالفين وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.
د والي وياند وويل، چې په وژل شوو کې دوه طالب قوماندانان قاري الماس، چې په خيبر ظهير مشهور و او عمري هم شامل دي.
د ځواک په وينا، چې دوه ځانمرګي بريدګر او څلور پاکستاني وسلوال هم د وژل شوو په ډله کې دي.
د ده په وينا، ملي ځواکونو د عملياتو پر مهال درې مشکوک کسان نيولي چې تر پوښتنو ګروېګنو لاندې دي.
همداراز ځواک زياتوي، چې په عملياتو کې يې د کچور، حکيم اباد، نورې او سلينګار سيمې له وسلوالو پاکې کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم ويل شوي، چې په دغو عملياتو کې ١٥ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د صالح محمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې په دغو عملياتو کې د يوې ښځې او ماشوم په ګډون دوه عام وګړي هم ټپيان شوي، خو د والي وياند دا خبره نه مني.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې جګړه کې د دوو طالبانو وژنه او د پنځو ټپي کېدل تاييدوي، خو نوموړي ادعا وکړه، چې په دې نښتو کې درې رينجر موټر ويجاړ شوي او تر لسو ډېر سرتېري وژل شوي دي.
ياده دې وي، د شمشېر ٣ په نوم دغه عمليات به شاوخوا يوه اونۍ دوام وکړي چې د افغان ملي پوليسو او ملي اردو څلور امنيتي پوستې به د يادو سيمو په بېلابېلو برخو کې ځاى پر ځاى شي.