جلال اباد (پژواک ٢ کب ٩١): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د اتصالات چلېنچ کپ تر نامه لاندې د کرکټ د ولايتي يو ورځنيو سياليو په لړ کې کاپيسا غور او کندوز پکتيکا ته ماتې ورکړه.
ولايتي پنځوس اووريزې يو ورځنۍ دغه سيالۍ د ننګرهار ولايت د بهسودو پله او د غازي امان الله خان په لوبغالو کې روانې دي.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٢مه پژواک خپري اژانس ته وويل، چې په ننګرهار ولايت کې د باران له امله پرونۍ سيالۍ ٢٠ اورونو ته رکښته شوې وې.
هغه زياته کړه، د کاپيسا او غور ترمنځ د سيالۍ پچه کاپيسا وګټله او لومړى يې غور ته د لوبې بلنه ورکړه، د غور لوبډله په ١٤ اورونو کې په ٤٣ منډو وسوځېده او د ٤٤ منډو هدف يې کېښود، د کاپيسا له لوري روښان ٣، محب الله دوه او جاوېد ساپي يوه وېکټه واخيسته.
نوموړى وايي، چې د کاپيسا لوبـډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د کاپيسا له لوري بصير ٢٠ منډې جوړې کړې او د غور له لوري عمران او شمس دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د هوتک په وينا، دويمه لوبه د کندوز او پکتيکا ترمنځ ترسره شوه، پچه کندوز وګټله او د لوبې بلنه يې پکتيکا ته ورکړه، پکتيکا په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٨ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ١٢٩ منډو هدف کېښود.
د پکتيکا له لوري صدرالدين ٢٨، عامر خروټي ٢٠ او بابر ١٧ منډې جوړې کړې، د کندوز له لوري بريال ٣ تاج محمد او ياسر دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
د کندوز لوبډلې دغه هدف په اتلسم اوور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د کندوز له لوري نورالله ٤٢ او عطاء الله ١٨ منډې جوړې کړې او د پکتيکا له لوري دلاور درې او حنيف دوه لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ په دې يو ورځنيو سياليو کې له ټول هېواد څخه د ٢٠ ولايتونو لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
د دغو سياليو په پاى کې به په هر ګروپ کې لومړى مقام ګټونکې لوبـډله د اتصالاتو ايليټ کپ يو ورځنيو سياليو ته لاره پيدا کوي.