مزارشريف ( پژواک۳ کب ۹۱) : په شمال زون کې د ايساف نوى قوماندان وايي،په دې زون کې د امنيت ټينګښت ورته لومړيتوب لري او له شمال څخه د الماني ځواکونو وتل دويمه مسئله ده چې حالاتو ته په کتو به تر سره کيږي.
نن په ياد شوي زون کې د ايساف د پخواني قومندان جنرال اريک فيفر( MG Erich Pfeffer ) يو کلنه دنده پای ته ورسېده او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يې پر ځای جنرال يورګ وولمر( Jorg Vollmer MG ) معرفي شو.
د شمال زون د ايساف نوي قومندان د خپلې دندې په لومړۍ ورځ دبلخ په مرکز مزارشريف ښار کې خبريالانو ته وويل، له دې امله ، چې افغان ځواکونه د خپلو سيمو د ساتنې پوره وړتيا لري، الماني ځواکونه به ورو ورو د افغانستان له شمال څخه وځي.
دا مهال په شمال کې شاوخوا ٤٠٠٠ الماني سرتيري مېشت دي .
خو يورګ فولمر زياته کړه: (( موږ ته د ځواکونو وتل مهم نهدي بلکې د شمال امنيت مهم دی. د الماني ځواکونو وتل دويمه مسئله ده، چې حالاتو سره په کتو به په پرله پسې توګه له شماله وځي.))
د هغه په وينا ، ايساف په پام کې لري، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغان ځواکونو د روزنې لړۍ روانه وساتي.
دى زياتوي، چې په همدې موخه د افغان ځواکونو د روزنې په روانه لړۍ کې د سرتېرو پر ځای د استادانو د روزنې پلان پلى کوي ، تر څو افغانان په خپله د خپلو سرتېرو د روزنې وړتيا پيدا کړي.
د ايساف قومندان وويل چې افغانان په ١٣٩٣ کال کې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې پر وړاندې لري، چې بايد ښې تر سره شي.
د ايساف قومندان وويل، چې دی په شمال کې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ايساف ځواکونو د قومندانۍ تجربه لري او د يادو ټاکنو په ترڅ کې به د امنيت د ټينګښت په موخه له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
په شمال زون کې دايساف پخواني قومندان جنرال ايريش فيفر خبرې ناستې ته وويل، چې په شمال کې د تېر په پرتله امنيتی حالت ډاډمن شوی دی.
ده زياته کړه، چې د شمال زون په شپږو ولايتونو (بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان، تخار او بدخشان) کې امنيتي ستونزې نشته خو د فارياب، بغلان او کندوز ځينې ولسوالۍ لا هم په نسبي توګه ناامنې دي.
د هغه په وينا په يادو نسبي ناامنو سيمو کې هم د دولت وسلوال مخالفين د مخامخ جګړې او سترو بريدونو وس نه لري؛ خو کله کله د چاودونو له لارې مزاحمتونه جوړوي، چې ډېر زيان يې عامو خلک ته رسېږي.
جنرال فيفر په روان کال کې په شمال کې له بهرنيو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې بشپړېدل د افغانانو لپاره ستر برياليتوب وباله .
خو ده زياته کړه، چې لا هم په دغه زون کې افغان ځواکونه د ځينو مهارتونو زده کولو ته اړتيا لري، چې دوی به ورسره اړينې مرستې وکړي او يوازې ژپه يې نه پرېږدي .