Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه پيل شوه

بروکسل ( پژواک ۳ کب ٩١  ): د ناټو سازمان د دفاع  وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه څو شېبې مخکې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې، د ناټو په مقر کې پيل شوه.

غونډه د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن په وينا پيل شوه ، په دغه برخه کې د ناټو   ۲۸ غړي  هېوادونه د دفاعي ځواک د پياوړتيا په اړه بحث کوي، چې د ۲۰۱۲ کال د مي په مياشت کې په شيکاګو کې پيل شوی و .

ددغه نوښت موخه د ناټو د غړيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او هغې وړتيا غښتلي کول دي ،  چې تېرې دوه لسيزې تمرينږي.

ورپسي به وزيران د ناټو د وړتيا او دفاعي پلان پر پروسې خبرې وکړي، تر څو د ناټو د غړيو هېوادونو دفاعي وړتيا غښتلې شي.

د غونډې د دويمې  ورځې   په لومړۍ برخه کې  به د دفاع وزيران د ناټو او اکراين د کمېسيون په دې برخه خبری کوي ، چې څنګه اکراين او ناټو خپله دفاعی همکاری غښتلې کړي . 

په دويمه برخه کې به د ناټو د ۲۸ غړيو هېوادو د دفاع وزيران  د ۲۲ نورو هغو غړيو هېوادونو استازي چې افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې  پوځيان لری غونډه  وکړي او په افغانستان کې به د خپل ماموريت او د قدرت د امنيتي مسووليتونو د  انتقال په روان  بهير  خبرې وکړي .

راسموسن تېره ورځ د پژواک خبري اژانس په ګډون د افغاني ژورناليستانو له پنځه کسيزې ډلې سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال وويل تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د رول او نوي ماموريت په اړه وويل چې دا به له اوسني ماموريت څخه جلا وي ، دا به روزنه او مشوره ورکول او افغان ځواکونو سره همکاري وي.

په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى يان کوبيش، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ او د اروپايي کمېسيون د بهرنيو اړيکو مشره کيتي اشټون هم ګډون لري.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.