Language

طالبانو يو ځل بيا دملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کابل ( پژواک ٣ کب ٩١ ) : وسلوالو طالبانو د ٢٠١٢ کال پر مهال د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو وروستى راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو دفتر  (يو ناما) وړمه  ورځ د ٢٠١٢ کال پر مهال د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ، په دې راپور کې راغلي و ، چې تېر کال په هېواد کې ٧٥٥٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې راغلي،  سربېره پردې ، چې په ٢٠١٢ کال کې ملکي تلفات کم شوي، خو د دولت وسلوالو مخالفينو بيا د هرې ورځې له تېريدو سره په ټول هېواد کې غير نظاميان په نښه کړي او خپلو بريدونو ته يې د انسانانو ژوند ته په نه پام سره دوام ورکړى دى. 

د يوناما په راپور کې ادعا شوې، چې د ملکي وګړو ٨١ سلنه مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفينو له خوا تر سره شوې ده.

دوى زياته کړې، د وسلوالو مخالفينو په بريدونو کې ٢١٧٩ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٩٥٢ تنه نور ټپيان دي، چې د ٢٠١١ کال په پرتله نهه سلنه زياتوالى ښيي، چې يواځينى لامل يې چاودېدونکي توکي ښودل شوي دي.

په دې راپور کې د اته سلنې ملکي مرګ ژوبلې پړه پر دولتي او ايساف ځواکونو اچول شوې او نور يوولس سلنه تلفات کومې ښکېلې ډلې ته نه دي منسوب شوي.

خو وسلوالو طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور يو اړخيز ، بې اساسه او له حقايقو څخه لرې ګڼلى او دا يې رد کړى دى.

د طالبانو ديوه وياند ذبيح الله مجاهد لخوا د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې له بده مرغه په دې راپور کې د بې پرې توب څرک نه ليدل کېږي.

طالبانو ددې راپور په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته يو سرخلاصى ليک لېږلى، چې پکې پر دغې ادارې يو شمېر نيوکې هم شوې دي.

په ليک کې زياته شوې : ((تاسو په پخپلو راپورونو کې  دطالبانو لخوا تل  په مکرر ډول د ګڼې ملکي مرګ ژوبلې اوښتو يادونه کوئ ، خو موارد نه  ښيئ چې کله او په کوم ځای کې  ياد تلفات اوښتي ، چې دغه کار پخپله دمکس او فکر ځای ده .))

طالبانو په دې ليک کې ويلي، چې ډېرى ملکي تلفات د بهرنيو ځواکونو په بمباريو او ځمکنيو عملياتو کې اوړي د بېلګې په توګه يې د وردګو دسيداباد او د کونړ دشيګل ولسوالۍ وروستۍ پېښې يادې کړې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو دا ادعا هم رد کړې، چې ګوندې د طالبانو په ماينونو کې ملکي وګړو ته ډېرى تلفات اوړي او زياته کړې يې ده، چې ددوى ماينونه دريموټ کنټرول په وسيله پر ټاکل شويو هدفونو انفجار کوي.

طالبانو ادعا کړې، چې ډېرى چاودنې د استخباراتي کړيو لخوا ددوى د بدنامولو په موخه ترسره کېږي او د بېلګې په توګه يې د ننګرهار په چپرهار و لسوالۍ کې هغه چاودنه ياده کړې ، چې په ترڅ کې يې ١١ نجونې ووژل شوې.

په ياد پرانيستي ليک کې طالبانو په ځانمرګو بريدونو، چاودنو او نورو جګړه ييرزو فعاليتونو کې  له ماشومانو څخه د کار اخيستنې ادعاوې هم رد کړې دې.

Related Topics