Language

 جلال اباد(پژواک،٣ کب٩١ ): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري ښارګوټي اوسېدونکو د کډوالو چارو رييس د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

 د ياد ښارګوټي لسګونو اوسېدونکو د کب په ٣مه، په جلال اباد ښار کې د ولايتي شورا مخې ته لاريون وکړ دوى ادعا کوله، چې د کډوالوچارو رييس په فساد ککړ دى او ددوى حق يې خوړلى دى.

 د شيخ مصري اوسېدونکي او د لاريون ګډونوال مولوي قاسم پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د کډوالو چارو رييس  غلام حېدر فقيرزي ترې له تېرو پنځو کلونو راهيسې پيسې اخيستي، خو دوى ته يې ځمکې نه دي ورکړي.

 د ده په خبره ، چې هره ورځ ترې په يوه او بله نامه پيسې اخلي.

  ده زياته کړه : ((موږ قانون منو،دولت منو، خو دا يو رشوت خور رييس نه منو.))

 مولوي قاسم وويل ، چې څو ځله يې د ننګرهار له والي سره ياده ستونزه شريکه کړې وه، نو نن اړ شول ،چې  ولايتي شورا ته په يو سوله ييز لاريون راشي.

 قومي مشر غلام ګل هم ورته خبره کوي او وايي ،چې د کډوالو چارو رييس ترې څو ځله پيسې اخيستي، خو دوى ته يې ځمکه نه ده ورکړې، دى وايي چې رييس يوه نومره ځمکه په څو کسانو خرڅه کړې ده.

 هغه زياته کړه : (( رييس موږ سره ټګي برګي کوي ، له يوه نه پيسې واخله او د بل نه هم ، اخر به دا څه کيږي.))

 د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ډاکټر لعل محمد درانى هم د شيخ مصري د خلکو ياده ستونزه مني او وايي ،چې له تېرو دوو مياشتو دغه ستونزه دوى ته رسېدلې ده .

 هغه پژواک ته وويل ، چې په دې اړه يو پلاوى ټاکل شوى، خو زياته يې کړه، چې پرون دياد   ښار ګوټي د رييس په ملاتړ راغلي وو او نن بله ډله يې مخالفت کوي.

د ده په خبره ، چې ياده موضوع به ښه وڅېړي تر څو اصلي ستونزه ورته په ډاګه شي.

 د ننګرهار د ولايتي شورا يو بل وکيل جاويد زمان وايي ، چې د شيخ مصري يو شمير اوسېدونکي د رييس پلوي کوي او يو شمير يې د لرې کېدو غوښتنه کوي.

 د نوموړي په وينا، دا يوه سياسي لوبه ده، اصلي کسان يې نور دي مګر دوى يې مخکې کړي دي.

 خو د ننګرهار د کډوالو او بيا راستنيدونکو چارو رييس غلام حېدر فقيرزى وايي ،چې ياد کسان ټول هغه خلک دي ، چې ځمکې يې غصب کړي او اوس يې د غصب مخه نيول کيږي.

 هغه پژواک ته وويل : ((دا ځمکه خو يواځې زما په واک کې نه ده، چې زه يې چا ته ورکوم او چا ته يې نه ورکوم.))

 د ده په خبره ، چې د يادې موضوع څخه هيڅ خبر نه دى، مګر دوى په اوس وخت کې نوره ځمکه نه لري.

 ياده دې وي، چې څه موده وړاندې د مشرانو جرګې يو پلاوى هم ننګرهار ته راغلى و، چې د يادې موضوع د ښې بررسۍ وعده يې کړې وه.