هرات ښار ( پژواک ٣ کب ٩١ ) : د هرات دشينډنډ ولسوالۍ امنيتي چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې له ناټو څخه افغان ملي ځواکونو ته وسپارل شوې.
د هرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون په دې اړه په شينډنډ ولسوالۍ کې يو لړ مراسم نيول شوي وو، چې پکې د افغان پوځي او ملکي چارواکو ترڅنګ د ناټو پوځي مسوولينو هم برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه ، چې افغان ملي ځواکونه اوس پياوړي شوي او کولى شي په يواځې توګه د خپلو سيمو امنيت ټينګ کړي.
ساپي وويل، چې تېرمازيګر په لوېديځ زون کې د ناټو ايټاليايي قوماندان د شينډنډ ولسوالۍ دامنيت مسووليت افغان ځواکونو ته وسپاره.
د نوموړي په وينا، د ناټو دغه قوماندان د شينډنډ ولسوالۍ امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې افغان ملي ځواکونه ددې وړتيا لري ، چې د خپلو سيمو امنيت وساتي.
امنيه قوماندان وويل ، چې تر دې وړاندې د دې ولايت له اوبې او چشت شريف ولسواليو پرته د هرات د مرکز او ۱۲ نورو ولسواليو امنيتي چارې مخکې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.
ساپي زياته کړه ، چې له شينډنډ وروسته په نږدې راتلونکي کې به له پلان سره سم د چشت شريف او اوبې ولسواليو امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
په لوېديځ زون کې دايساف د قواوو قوماندان،آندر بيرتنكي دافغان ځواکونو نظامي وړتيا وستايله او زياته يې کړه، چې په يواځې توګه د خپل وطن ساتنه او له وسلوالو مخالفيو سره مقابله کولی شي.
هغه زياته کړه، چې تر دې وروسته به په هرات ولايت کې د عملياتو قومانده دافغان ځواکونو پر غاړه وي.
دغه ايټاليايي ډاډ ورکړى، چې دوى به له افغان ځواکونو سره په هره برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
تېر کال د چنګاښ په مياشت کې له ناټو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت دلېږد پروسه پيل شوې او تر اوسه په درېيو پړاونو کې د هېواد د ٨٧ سلنې خاورې امنيت افغان ځواکونو ته سپارل شوى دى.