Language

 دغه پېښه نن د کب په ٣مه، شاوخوا دولس نيمې بجې د جلال اباد ښار د ميااسلم پلازا مخې ته رامنځته شوه.

عيني شاهدان وايي،چې دغه وسلوال پلي راغلل او سمدلاسه يې ډزې وکړې او ياد تن يې په داسې حالت کې وواژه، چې هغه د کور لپاره توکي اخيستل.

 د نسيم په نامه يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل ،ترڅو پورې چې امنيتي ځواکونه رارسيدل بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي وو.

هغه زياته کړه : (( وسلوالو زموږ پر وړاندې ياد تن پر سر په تومانچې وويشت.))

 د وژل شوي تن يوه ملګرى چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي،چې دوی د کونړ ولايت اوسېدونکي دي او له دې وړاندې يي دوه شخصي دښمنۍ درلودې.

 د وژل شوي تن وراره خېرالله هم وايي ،چې تره يې پخوا دښمني لرله.

 د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پېښه تائيد او په خبره يې،چې د پيښې په اړه يي پلټنې پيل کړې دي.

 په دې وروستيو کې په ننګرهار کې  دې ته ورته مرموزې وژنې زياتې شوي، خو تر اوسه پورې د هېڅ يوې پيښې عاملين نه دي نيول شوي.

 د يوه بل خبر له مخې، امنيتي ځواکونو په بټي کوټ ولسوالۍ کې يو تن مخالف وسلوال له زر کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو سره نيولى دى.

په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک ته وويل، چې ياد تن نن د بټي کوټ په انبار خانې سيمه کې له يادو چاودېدونکو توکو او يو ميل کلاشينکوف سره نيول شوى دى.

 هغه زياته کړه چې دغه تن په يوه کور کې زر کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو، چې د مخکنيو راپورونو په اساس  کشف شول.

 د ده په خبره، چې ياد چاودېدونکي توکي د ځانمرګو بريدونو په واسکټونو او همداراز د ماينونو په جوړولو کې استعماليده.

 د سيمې اوسيدونکى سيدرحمان واييو چې د دوى په کلي کې ملي اردو ځواکونو شاوخوا دوه ساعته عمليات کړي ، چې په پايله کې يې د دوى يوتن کليوال نيولى دى.