هرات ښار ( پژواک ٣ کب ٩١ ) : د هرات د حوزوي روغتون مامورين وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې روغتون ته يې د ځان سوځونې له امله دوه مېرمنې راوړل شوي او يوه ځوان ځان وژنه کړې ده.
د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره ورځ د هرات ښار اړونده په پول رنګينه سيمه کې يوې ښځې ځان سوځونه کړې او په داسې حالت کې روغتون ته راوړل شوې و چې ٩٥ سلنه سوځېدلې ده.
هغه زياته کړه ، چې دغې ښځې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او کورنۍ يې دا پېښه ځان وژنه ياده کړې ده.
شېرزي دغه راز وويل چې د فراه ولايت دانار درې ولسوالۍ يوې اوسېدونکې هم ځان سوځونه کړې وه او په داسې حال کې روغتون ته راوړل شوه، چې ٩٠ سلنه سوځېدلې ده.
نوموړي ددې ښځې عمر ٣٠ کاله ياد او زياته يې کړه ، چې ډاکټران يې د ژغورلو هڅه کوي او دا پېښه يې د کورني تاوتريخوالي له امله ياده کړه.
د هرات د حوزوي روغتون د معلوماتلو له مخې، د روان لمريز کال له پيل څخه تر اوسه دې روغتون د ځان سوځونې ۵۳ پېښې ثبت کړي ، چې ۲۸ يې د مړينې دي.
سرچينې زياته کړه، چې تېرکال په ټول هرات کې ۹۰ پېښې په روغتون کې ثبت شوې وې، چې ۵۰ ناروغانو يې ژوند له لاسه ورکړی و.
د هرات د ښاري څارنوالۍ مشرڅارنمل ګل احمد رامش، پژواک اژانس ته وويلو چې د پول رنګينه په سيمه کې، چې کومې ښځې ځان سوځونه کړې ده، د څلورو اولادونو مور وه او خاوند يې بله ښځه کړې او نوموړې له ډېر خپګان څخه ځان ته اور ورته کړ.
هغه زياته کړه ، چې خاوند يې نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي.
نوموړي داهم وويل ، چې د عبدالوحيد په نامه يوه ٢٢ کال ځوان د هرات ښارپه شپږمه ناحيه کې تېر ماښام ځان زندۍ کړى دى.
رامش زياتوي ، چې دغه ځوان تېرکال کې دوه ځلې ايران ته دتګ په هڅه کې ناکام شوی و او د بيکارۍ له امله ورته رواني ستونزه پيدا شوې وه.