Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په پېښور کې چاودنې يوتن وواژه او ١٩ نور يې ټپيان کړل

کابل ( پژواک ٣ کب ٩١ ) : د پاکستان په پېښور ښار کې ديوې چاودنې له امله يو تن وژل شوى او ١٩  نور ټپيان دي.

په  پېښور ښار کې مېشت يو تن افغان کډوال عزيز الله د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې د اشنغرۍ سيمې د خوشحال بازار د موبايلونو خرڅولو په يوه  دوکان کې وشوه.

هغه زياته کړه ، چې چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې يو شمېر کسان مړه او ټپيان شوي  ، خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.

د پېښور ښار د پوليسو يوه چارواکي شفقت ملک د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته ويلي، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او ١٧ نور ټپيان دي.

خو د روغتون سرچينو ويلي ، چې دوى ته ١٩ ټپيان ور وړل شوي ، چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

شفقت ملک زياته کړې ، چې چاودنه دريموټ کنټرول په وسيله شوې او په دې پېښه کې دوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.

ديادونې  ده ، چې په تېره يوه مياشت کې دا درېيمه چاودنه ده، چې د موبايلونو په دوکانونو کې کېږي، تر دې مخکې د سي ډي ګانو دوکانونه په نښه کېدل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.