Language

د لغمان روغتون ته له ځانګړې شوې ځمکې يوه برخه پلورل شوې

جلال اباد (پژواک ٥ کب ٩١): د لغمان د ولايتي روغتون مسوولين وايي، چې د نوې ودانۍ لپاره د ځانګړې شوې ځمکې يوه برخه ښاروالۍ پر بل چا پلورلې، خو ښاروال دا ادعا ردوي.

په مهترلام کې د ولايتي ملکي روغتون رييس ډاکټر عطاءالله نيازى وايي، چې د ياد روغتون لپاره د دولت له لوري د سلطان عزيز بابا په ډاګ کې ٤٠ جريبه ځمکه د نوي تعمير لپاره ځانګړې شوې ده.

خو نوموړي د کب په ٥مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال ادعا وکړه، چې له دې ځمکه څخه يې يوه برخه د ښاروالۍ له لوري پر بل چا پلورل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په مهترلام کې د اوسني سل بستريز روغتون اوسنۍ ودانۍ په معياري ډول نه ده جوړ شوې.

ډاکټر نيازى وايي: ((دا د مکتب تعمير دى او يو څو نورې خونې يې ورسره په خوا کې جوړ کړې دي.))

د ده په خبره، چې په ياد روغتون کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره ده، خو د ځاى او امکاناتو له کموالي سره مخ دي، که چېرې ستونزه يې هواره نه شي نو د ناروغانو په درملنه کې به له ګڼو خنډونو سره مخ شي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته يې څلوېښت جريبه ځمکه په دوو برخو کې راکړې، خو دا هم کمه ده.))

ډاکټر نيازى وايي، که څه هم څلوېښت جريبه ځمکه کمه ده، خو بيا هم ښاروالۍ له دې ځمکې يوه برخه يې نورو خلکو ته ورکړې ده.

د نوموړي په وينا، دا موضوع يې د ولايت روغتيايي شورا ته وړاندې کړې او هغوى به پرې غور وکړي.

د لغمان ولايت يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته تاييد کړه چې روغتون ته له ځانګړې شوې ځمکې اته جريبه يې د لغمان ښاروال پر عامو خلکو پلورلې ده.

سرچينې زياته کړه: ((ښاروال دا موضوع پټه کړې وه، خو اوس غواړي چې دا ځمکه بېرته راوګرځوي.))

دغې دولتي سرچينې وويل، چې په دې مسئله کې د ښاروالۍ يو شمېر چارواکي ښکېل دي او د روغتون ځمکه يې په غير قانوني ډول پلورلې ده.

خو د لغمان ښاروال عبدالمقيم ياده ادعا په کلکه ردوي او وايي، چې د روغتون ځمکه يې نه ده پلورلې او څومره ځمکه چې يې روغتون ته ځانګړې کړې موجوده ده.

هغه پژواک ته وويل، که چېرې چا د روغتون ځمکه غصب کړې وي، نو قانوني چلند به ورسره شي.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي بيا له يادې موضوع څخه بې خبري ښيي او زياتوي، چې دوى ته تر اوسه پورې د روغتون د ځمکې د خرڅ په اړه کوم راپور نه دى رسېدلى.

نوموړى وايي: ((موږ به په راتلونکي کال کې پر دې ځمکه کار پيل کړو او د قرارداد چارې يې لا پاتې دي.))

د ده په خبره، د يادې موضوع د سمې څېړنې په موخه به ډېر ژر په خپله له ځمکې څخه ليدنه وکړي.

Related Topics