جلال اباد (پژواک ٥ کب ٩١): امنيتي سرچينې وايي، چې د پاکستان د باجوړ ايجنسۍ د طالبانو مشر مولوي فقير محمد له افغاني طالبانو سره د مشورې لپاره له پولې را اوښتى و.
د پاکستان د تحريک طالبان پخوانى مرستيال او د باجوړ ايجنسۍ د طالبانو مشر مولوي فقير محمد تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا د ننګرهار د سرحدي ولسوالۍ په باسول سيمه کې ونيول شو.
په ختيځ کې يوې استخباراتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مولوي فقيرمحمد له نيول کېدو يوه اونۍ وړاندې له افغاني طالبانو سره پر ځينو مسايلو د خبرو لپاره ننګرهار ته راغلى و.
سرچينه زياتوي، چې له دې مخکې هم مولوي فقيرمحمد او د خيبر ايجنسۍ په تيراه دره کې مېشت د افغاني طالبانو قوماندان شمس العارفين دوه ځلې له پولې دېخوا را اوشتي وو.
يادې استخباراتي سرچينې وويل، چې دوى په دې وروستيو کې اېتلاف کړى و او غوښتل يې چې په ګډه د افغانستان پر يو شمېر مهمو ځايونو بريدونه ترسره کړي.
د سرچينې په حواله، چې هغوى د افغانستان د يو شمېر مهمو مشرانو د ترور هوډ هم درلود او د دې لپاره يې چمتووالى هم نيولى و، خو سرچينې، چې څوک يې ترور کول، د کوم چا نوم ياد نه کړ.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د مولوي فقيرمحمد په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له افغانستان څخه د مولوي فقيرمحمد د ورسپارلو غوښتنه کړې ده، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يو شمېر نورو پاکستاني طالبانو چې د دوى په وينا. په افغانستان کې پټ شوي د ورسپارلو غوښتنه کړې، خو د کوم کس نوم يې نه دى روښانه کړى.
خو پرون ځينو سرچينو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله خبر ورکړى، چې افغانستان پاکستان ته د مولوي فقيرمحمد له سپارلو انکار کړى دى.
ځينې سرچينې وايي، چې له مولوي فقيرمحمد سره څلور تنه نور هر يو مولانا حکيم، شاهد خان، مولوي ترابي او فاتح خان هم نيول شوي دي.
خو د چارو شنونکي بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دغه غوښتنه غيرقانوني ګڼي او وايي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د نړيوالو اړيکو په رڼا کې کوم پروتوکول نشته چې له مخې يې بنديان تبادله شي.
د ننګرهار پوهنتون استاد او د چارو شنونکى پوهندوى عبدالرشيد ملکزي پژواک اژانس ته وويل، چې افغانستان بايد مولوي فقيرمحمد پاکستان ته ونه سپاري او زياتوي چې د افغانستان ډېرى مخالفين په پاکستان کې موجود دي خو تر اوسه پورې يې يو هم نه دى ورسپارلى.
هغه زياته کړه: ((د نړيوالو اړيکو له مخې؛ افغانستان بايد له پاکستان سره باالمثل حرکت وکړي.))
د سياسي چارو بل کارپوه محمد انور سلطاني وايي، چې پاکستان تل غواړي پر افغانستان فشار راوړي او خپلې غوښتنې پرې عملي کړي.
نوموړي زياته کړه: ((دا هغه څوک دى چې پاکستان په خپله په سوات کې راپورته کړ، بيا چې فقير محمد ترې سر وکړ، نو د دوى مخالف شو.))
د نوموړي په وينا، چې افغان دولت بايد مولوي فقيرمحمد ښه وپوښتي، تر څو دا معلومه شي چې نوموړى شخص د افغانستان او سيمې په ګټه دى که په تاوان.
سلطاني وويل، چې د مولوي فقيرمحمد د ورسپارلو غوښتنه د پاکستان د دولت يوه غير منطقي خبره ده، ځکه ملا برادر او د هغه په شان سلګونه د هغوى په بنديخانو کې و او لا هم دي.