جلال اباد (پژواک ٦ کب ٩١): په ننګرهار کې خبريالان وايي، په ٢٤ ساعتونو کې بايد هغه سرتېري محاکمه شي، چې د چاودنې په سيمه کې يې يو شمېر خبريالان وهلي او سپکې سپورې يې ورته ويلې دي.
نن (د کب ٦مه) سهار مهال شاوخوا اووه بجې په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر دويمې ښاري حوزې له ځانمرګي بريد وروسته د ملي امنيت ځواکونو له لوري ګڼ شمېر خبريالان وهل شوي او سپکې سپورې يې ورته ويلې دي.
خبريالانو د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې نن يوه احتجاجيه غونډه وکړه او وروسته يې يو پرېکړه ليک وړاندې کړ او غوښتنه يې کړې ده، چې په ٢٤ساعتونو کې بايد ياد سرتېري محاکمه شي.
د هغوى په وينا، که چېرې ياد سرتېري محاکمه نه شي، نو خبريالان به د ولايتي ادارې له مثبتو خبرونو سره پرېکون اعلان کړي او خپل غږ به تر ولسمشرۍ ماڼۍ ورسوي.
په سيمه کې خبريالانو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت منسوبينو د کلاشينکوف په کونداغونو خبريالان وهلي او وسايل يې هم ترې اخيستي دي.
د ملي امنيت کار کوونکو په جلال اباد ښار کې د پژواک اژانس کمره مين، د اريانا، هېواد، طلوع او ژوندون تلويزيونونو او د فرانس پرېس اژانس خبريالان وهلي ډبولي او ښکنځلي يې ورته کړې دي.
په ننګرهار کې د ژوندون خبريال زيارخان ياد پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا درې ځلې وډبول شو.
هغه زياته کړه: ((لومړى يې په کونداغونو ووهلم او کمره يې راڅخه واخيسته، څو شېبې وروسته نور ملګري يې راغلل، هغوى هم ووهلم، کله چې نورو خبريالانو د امنيت له خوا له ما سره د ناوړه چلند په اړه له ما نظر اخيست، نو بيا د ملي امنيت د کارکوونکو تر بريد لاندې راغلم.))
د پژواک اژانس کمره مين ببرک اميزاده وايي، چې دى هم د ملي امنيت د کار کوونکو له خوا د کلاشينکوف په کونداغونو وهل شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((تر وهلو او ښکنځلو وروسته يې راڅخه کمره او نور وسايل هم واخيستل او موږ يې له ساحې څخه وشړلو.))
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته ياده پېښه په کلکه وغندله او زياته يې کړه، چې دولت بايد د ملي امنيت ياد منسوبين محاکمه کړي.
نوموړي زياته کړه: ((دا لومړى ځل نه دى چې خبريال وهل کېږي، بلکې هره ورځ دا پېښې تکراريږي.))
د يادونې ده، دا لومړى ځل نه دى چې له خبريالانو سره دا ډول چلند کېږي، له دې مخکې هم د دولتي ځواکونو له خوا په بېلابېلو سيمو کې له خبريالانو سره ناوړه چلند شوى دى.