Language

جلال اباد (پژواک ٦کب،٩١): د لغمان چارواکي وايي، په دې ولايت کې د تېرو درېيو مياشتو په بېلابېلو عملياتو کې د دولت ٨٤ مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لغمان کې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې اووه بېلابېل عمليات د مرکز په ګډون د الينګار، اليشنګ او دولت شاه په ولسواليو کې پلي شوي، چې تېره ورځ پاى ته ورسېدل.

 

ده زياته کړه: “په عملياتو کې ٤٦ وسلوال وژل شوي، ٣٨ يې ټپيان دي او ١٢ نور يې ژوندي نيول شوي دي.

 

ځواک زياتوي، چې په يادو عملياتو کې د الينګار-مهترلام او همداراز د دولت شاه-مهترلام لارې، چې له ډېره وخته د وسلوالو تر ګواښ لاندې وې، پرانيستل شوي او امنيتي حالات يې ډاډمن دي.

 

د ده په خبره، د ښه امنيت په موخه يې د مرکز په ګډون په يو شمېر نورو سيمو او لويو لارو کې ٤٩ نوې پوستې جوړې کړي، چې په امنيت کې به مثبت بدلون راولي.

 

د هغه د معلوماتو له مخې، په يادو چاڼيزو عملياتو کې ١١ مختلف النوعه وسلې،١٧ د وسايطو ضد ماينونه او ٧٢ کيلوګرامه نشه يي توکي، چې په تور يې ١٧ کسان هم نيول شوي، د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 

د يادو عملياتو او وژنو په اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.