هرات ښار (پژواک ٦ کب ٩١): چارواکي وايي، چې په هرات او بادغيس ولايتونو کې د ځينو پېښو له امله پنځه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد د کب په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د هرات په اوبه ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ، چې په پايله کې يې درې طالبان ووژل شول.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې دوه پوليس هم برسېرن ټپيان شوي دي.
دغه راز د بادغيس د والي وياند سيد شرف الدين پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سيمه کې پر امنيتي پوستې بريد شوى، چې پر ترڅ کې يې دوه وسلوال وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په ياده پېښه کې افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.