جلال اباد ( پژواک ٧ کب ٩١ ) : د ننګرهار د ملي امنيت رياست خبريالانو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به خپل هغه سرتېري محاکمه کړي، چې خبريالان يې وهلي او دهغوى وسايل يې اخيستي وو.
پرون په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت د ښاري حوزې پر ودانۍ تر ځانمرګي بريده وروسته کله، چې خبريالانو د خبر تر پوښښ لاندې راوستلو په موخه سيمې ته ولاړل ،نو د ملي امنيت د کارکوونکو لخوا اوه تنه خبريالان وډبول شول ، کنځلې ورته وشوې او وسايل يې هم ترې واخيستل شول.
د ملي امنيت د کارکوونکو دغه کړنه په ټول هېواد کې وغندل شوه او له اړونده ارګان څخه وغوښتل شول ، چې خپل کارکوونکي محاکمه کړي.
د ننګرهار خبريالان تر يادې پېښې پرون ولايتي ادارې او د ملي امنيت رياست ته ٢٤ ساعته وخت ورکړى و، چې ياد سرتېري د قانون منګولو ته وسپاري.
په ختيځه سيمه کې د ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر استاد لعل پاچا ا زمون د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن د ننګرهار ولايت د خبريالانو ٢٥ کسيزه ډله له مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال او د ملي امنيت رييس سره په داسې حال کې وليدل ،چې ګڼ شمېر نور ملکي او پوځي چارواکو هم شتون درلود.
هغه زياته کړه ، چې ددې غونډې پر مهال ولايتي اداره او د ملي امنيت رييس په ډاګه له خبريالانو د پرونۍ پېښې بښنه وغوښته او ژمنه يې وکړه، چې بيا به دا ډول پېښې نه تکراريږي.
خو ازمون وويل ، چې ژورنالېستانو د ملي امنيت د رييس بښنه و نه منله او ټينګار يې کاوه، چې هغه سرتېري دې علني محاکمه شي ، چې خبريالانو سره يې ناسم چلند کړى دى.
د نوموړي په وينا، د ملي امنيت رييس د والي د مرستيال او نورو چارواکو او خبريالانو پر وړاندې ژمنه وکړه، چې په راتلونکو څو ورځو کې به هغه کارکوونکي محاکمه کړي، چې خبريالان يې وهلي دي.
ورغلو خبريالانو د ملي امنيت رييس او نورو چارواکو ته هغه ويډيو هم وښوده، چې د ملي امنيت کارکوونکي خبريالانو سره ناسم چلند کوي.
د ملي امنيت رييس ګل نبي وردګ خبريالانو ته ډاډ ورکړ، چې دوى يوه قانوني اداره لري او له قانون سره سم به د قانون له سرغړوونکو سره چلند کوي.
هغه زياته کړه : (( زموږ په قانون او اصولو کې د خبريالانو وهل نشته، دا موضوع به په جدي توګه څېړو.))
استاد ازمون وويل، چې که د ملي امنيت رييس خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو نو خبريالان به دراتلونکو پلانونو په اړه نوې پرېکړه وکړي.
په ننګرهار کې د ازادۍ راډيو خبريال شاه محمود شينواري ، چې په دې ډله کې شامل و، پژواک ته وويل چې د ملي امنيت کارکوونکو ډېره بده رويه کړې او بايد خپله جزا وويني.
د فرانس پرېس خبريال ضياء الرحمن حسرت وويل چې دوى به هېڅکله بخښنه ونه مني او ياد کارکوونکي بايد علني محاکمه شي.
له بلې خوا دافغانستان د ختيځې شورا ديوې اعلاميې پر خپرولو د ملي امنيت لخوا د ژورنالستانو د وهلو پېښه په کلکه غندلې ده.