Language

غزني ښار (پژواک ۷ کب ۹۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ چارواکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې خلک له سيمه ييزو پوليسو ډېر خوښ دي او طالبانو خلک په زور د سيمه ييزو پوليسو پر ضد راپارولي او لاريون يې کړى دى.

دغه لاريون نن (د کب ٧ مه) چې لسګونو کسانو په کې ګډون کړى و، د سهار شاوخوا لس بجې پيل شو او د دغې ولسوالۍ د ملانوح بابا په سيمه کې يې د کابل – کندهار لويه لاره د درېيو ساعوتونو لپاره تړلې وه.

د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسوال د کب په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل: ((دغه لاريون ته خلک وسلوالو طالبانومجبوره کړي، هغوى ورته ويلي، چې ولاړ شئ او د سيمه ييزو پوليسو پر ضد لاريونونه وکړئ، دا د خلکو په خپله خوښه نه ده.))

د هغه په وينا، وسلوال طالبان د دغې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې ګرځي او خلکو ته وايي، چې تاسې بايد خپل زامن د وسلوالو طالبانو ليکو ته وهڅوئ.

نوموړي زياته کړه: ((طالبان له خلکو په زور تشکيل غواړي او خلک په زور دې ته مجبوروي، چې د دولت پر وړاندې راپورته شي.))

ولسوال وايي، دا چې په دې ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو ښه پايله ورکړې ده، نو د نورو سيمو اوسيدونکي هم وايي، چې دوى ته سيمه ييز پوليس ورکړل شي.

د لاريون يو ګډونوال هم، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په خپله سيمه کې د وسلوالو طالبانو له خوا اړ کړاى شوي دي، چې د سيمه ييزو پوليسو پر ضد لاريون وکړي.

د هغه په وينا، که داسې ونه کړي، نو په هېڅ ډول نه شي کولاى، چې په خپله سيمه کې واوسيږي، يا به وژل کيږي او يا به له خپلې سيمې کډه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې دوى په خپلو کليو کې له سيمه ييزو پوليسو خوښ دي او د هغوى په ګومارلو سره يې په سيمه کې امنيت ټينګ شوى دى.

خو يو بل لاريون کوونکي شېرالله پژواک اژانس وويل، له کله چې د دوى په ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس فعال شوي، نو له هغه وخته وروسته دوى ښه ورځ نه ده ليدلې.

نوموړي زياته کړه: ((د خلکو شخصي موټر او موټر سايکلونه يې يووړل، په لويو لارو کې بې ځايه پلټنې کوي.))

د هغه په وينا، له مازيګر وروسته دوى له خپلوکورونو څخه نه شي راوتلاى او که چېرته راووځي، نو د سيمه ييزو پوليسو له خوا ځوريږي.

Related Topics