Language

نوروز او شاهپور د سکاټلينډ له سياليو پاتې شول

کابل (پژواک ٨ کب ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې له سکاټلينډ سره د سياليو لپاره د تلونکې لوبډلې له غړو نوروز منګل او شاهپور ځدراڼ ته ويزې نه دي ورکړل شوې؛ ځکه د هغوى پر ځاى  دولت ځدراڼ او جاوېد احمدي لوبډلې ته راغلي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولينو دوه ورځې مخکې د سکاټلينډ سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه، چې په کې نوروز منګل او شاهپور ځدراڼ شتون درلود، خو دولت او جاوېد احمدي په کې نه وو.

د کرکټ مسوولينو په ډاګه کړې وه، چې دولت ځدراڼ او جاوېد احمدي په ريزرف لوبغاړو کې دي او د اړتيا پر مهال به په لوبډله کې شامليږي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرکټ دوو لوبغاړو نوروز منګل او شاهپور ځدراڼ، چې بايد له لوبډلې سره يو ځای متحده عربي اماراتو ته تللي وای، تر اوسه يې ويزې نه دي ترلاسه کړي.

د هغه په وينا،  له همدې امله افغان کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې د دوى پرځای دوه نور تکړه احتياطي لوبغاړي، دولت ځدراڼ او جاوېد احمدي د سکاټلينډ پر وړاندې په سياليو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

 له سکاټلينډ سره  دا سيالۍ د ۲۰۱۳ زېږديز کال د مارچ په درېيمه (د کب ١٣مه) په متحده عربي اماراتو کې پيليږي، چې په ترڅ کې به يې د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ د لويو وچو يا انټرکانټنينټال کپ څلور ورځنۍ، يو ورځنۍ لوبې او شل اووريزې سيالۍ هم ترسره کېږي.

افغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه او دغه ځل يې تر اوسه څلور لوبې کړې دي، دوه يې ګټلي، يوه يې بايللې او يوه مساوي پاتې شوې او د نومرو په جدول کې په درېيم مقام کې ځاى لري.

په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.

تر اوسه پورې ايريلينډ له ٦٧ نومرو سره په لومړي مقام، سکاټلينډ ٤٦ نومرو سره په دويم او افغانستان ٤٤ نومرو سره په درېيم مقام کې ځاى لري.

Related Topics