هرات ښار (پژواک ٨ کب ٩١): د هرات د کرنې رياست چارواکي وايي، چې افغان حکومت په يواځې توګه د کرنې د پرمختګ توان نه لري او بايد په دې برخه کې نړيواله ټولنه ورسره مرستې وکړي.
دغه خبرې د هرات د کرنې رييس فقيرمحمد بيانګر د کب په ٨ مه د يوې خبري ناستې پر مهال، چې د هرات د يوناما مشر او د مدني ټولنې فعالين هم وو، وکړې.
د هرات د کرنې رييس وويل، چې اوس مهال د هرات کروندګر په ډېر زاړه او دوديز سيستم سره کرنيزې چارې پر مخ بيايي، چې لګښت يې زيات او حاصل يې کم وي.
د هغه په وينا، کروندګر د کروندو په برخه کې عصري وسايلو، د اوبو لګولو د سيستم، کرنيزو درملو او داسې نورو خدمتونو ته اړتيا لري، چې د ټول هرات کروندګرو ته د دغو وسايلو او اسانتياوو په برابرولو لږ تر لږه ۴۱ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
نوموړي زياته کړه، چې افغان حکومت د يو ولايت لپاره د دومره ډېر لګښت د ورکړې توان نه لري.
په لوېديځ زون کې د يوناما دفتر مشر اندرو مک ګروګر په دې غونډه کې وويل، چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستو ته تياره ده.
د هغه په وينا، اداره به يې د کرنې په برخه کې د مرستو پر وړانديزونو غور وکړي او له نورو مرستندويه هېوادونو به مرسته راجلب کړي.