Language

د اندړو-ګيرو سړک جوړيږي

غزني ښار (پژواک ۹ کب ۹۱) د لومړي ځل لپاره د غزني ولايت د دوو نا امنو ولسواليو اندړ-ګيرو ترمنځ ٢٥ کيلومتره پوخ سړک جوړيږي.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه سړک د جوړېدو پر مهال به سيمه ييز پوليس د قومي مشرانو په همکارۍ امنيت ساتي.

هغه زياته کړه، د دغه سړک د جوړونې لپاره ۱۹ ميليونه ډالر ځانګړې شوي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو له لوري ورکول کېږي او چارې يې د فوايد عامې وزارت  له خوا پر مخ وړل کېږي.

د ولسوال په وينا، د ياد سړک د جوړولو په پروژه کې د دواړو ولسواليو سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره هم برابريږي.

نوموړي وويل، چې د ياد سړک سروې د فوايد عامې وزارت د انجنيرۍ ډلې له خوا وشوه او لومړني کارونه يې ترسره شوي دي.

ديسي وال وايي، چې د دغه سړک چارې به د راتلونکي کال په وري مياشت کې عملاً پيل شي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د پوخ سړک د نشتوالي له امله دوى له ډېروستونزوسره مخ وو.

 د محمداشرف په نوم يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه د سړک د خاموالي له امله دوى نه شو کولى خپل ناروغان پر وخت روغتونو ته ورسوي.

هغه زياته کړه: ((موږ په کال کې يواځې شپږ مياشتې پر دې لارې تګ راتګ کولى شول، د سړک د خاموالي له امله په نورو مياشتو او په ځانګړې توګه ژمي کې پرې تګ راتګ نه شو کولى.))

 

د اندړو ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالرحمن وايي، چې دغه سړک ورته د سيمه ييزو پوليسو له برکته جوړېږي؛ ځکه چې هغوى په سيمه کې امنيت ټينګ کړى دى.

د هغه په وينا، د اندړو او ګيرو ولسواليو قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې حکومت ته ډاډ ورکړى، چې د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال به له امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.

Related Topics