جلال اباد (پژواک ٩ کب ٩١): د ننګرهار د ملکي روغتون د ارتوپيدي څانګې يو شمېر ډاکټرانو د امکاناتو نشتوالي او ګواښونو له امله د کار بنديز اعلان کړى دى.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې د يادې څانګې شېفټ يې بدل کړى نو له دې امله يو شمېر ډاکټران د پخواني شيفټ له خوا اعتصاب ته هڅولي شوي دي.
خو ډاکټرانو وويل، چې نن (د کب ٩مه) يې د ننګرهار د ملکي روغتون په ارتوپيدي واټ کې خپل کاربنديز په دې موخه اعلان کړى چې ګواکې د عامې روغتيا د ادارې له لوري دوى ته ګواښونه شوي او هم د امکاناتو له کموالي سره مخ دي.
د ملکي روغتون د ارتوپيدي څانګې پخواني مشر ډاکټر نوروز شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى د امکاناتو له کموالي سره مخ دي، ان تر دې چې په عمليات خونه کې د ټپ ګنډلو تار هم نه لري.
هغه زياته کړه: ((کله چې موږ د خپلو ستونزو لپاره اواز پورته کړ، نو مسوولين راپسې امنيتي کسان راولېږي او موږ تهديد کړي.))
نوموړى د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي بې کفايته بولي او وايي، چې د دوى په څانګه کې د ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ د نورو امکاناتو له نه شتون سره هم مخ دي، چې دوى يې کاربنديز ته اړ کړي دي.
دى وايي، که چېرې يې غوښتنې يې ونه منل شي نو خپل کاربنديز ته به دوام ورکړي.
د ارتوپيدي څانګې يوه بل ډاکټر خالد پژواک ته وويل، چې د روغتون د رييس له لوري د دوى د ګواښلو لپاره امنيتي کسان لېږل شوي وو.
ده زياته کړه: ((دلته هر څه ګډوډ دي، نه اداره، اداره ده او نه هم دوى په خپله کار کولى شي.))
ډاکټر خالد وايي، په ياد روغتون کې خدمات شل سلنه هم نه وړاندې کېږي نو اړ دي چې کاربنديز وکړي.
دى په مرکزي ادارې غږ کوي، چې د يادې موضوع د حل په موخه دې له دوى سره مرسته وکړي.
ډاکټر زياته کړه: ((موږ کاربنديز کړى خو يواځې عاجل مريضان تداوي کوو.))
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد وايي، چې په ملکي روغتون کې د ارتوپيدي د څانګې د يو شمېر ډاکټرانو کاربنديز په شخصي غوښتنو ولاړ دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ډاکټر نوروز شينوارى پخوا د څانګې مشر و، اوس د هغه پر ځاى ډاکټر فضل هادي معرفي شوى، اوس ډاکټر شينواري نور ډاکټران کاربنديز ته هڅولي دي.
ډاکټر بازمحمد شېرزاد د يادو ډاکټرانو ټولې ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې په ياد روغتون کې ارتوپيدي څانګه درمل او نور امکانات نه لري.
نوموړي خبريالانو ته د عمليات خونې ټول وسايل او نور تجهيزات ور په ګوته کړل او هم يې زياته کړه، چې د ارتوپيدي په څانګه کې هېڅ ډول کمبود نه لري.
نوموړي د عمليات خونې د درملو او نورو سامان الاتو د ښودلو په وخت کې پژواک ته وويل: ((له موږ سره د هېڅ څيز کمښت نشته، نه ماشينونه کم دي او نه هم بل څه، خو دا يواځې شخصي غوښتنې دي چې دوى يې کوي.))
د امنيتي ځواکونو له خوا د ګواښلو په اړه ډاکټر بازمحمد وايي، څو ورځې وړاندې د ارتوپيدي څانګې معترضو ډاکټرانو دوى ته ويلي وو، چې پر خپل سر څانګه بندوي، خو که څوک يې د خلاصون په موخه ورشي، نو ښايي له عکس العمل سره يې مخ شي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو که څه هم دوى نه دي ګواښلي، خو د احتياط لپاره ورغلي وو.
دى زياتوي، که چېرې د ارتوپيدي څانګې ياد ډاکټران کاربنديز اعلان کړي، نو دوى کولى شي چې په پاتې ډاکټرانو باندې کار مخ ته بوځي.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير هم د يادو ډاکټرانو ټولې ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، چې ياد ډاکټران پر خپل وخت دنده نه اجرا کوي، نو دوى مجبور دي چې تغيير او تبديل په کې راولي.
ډاکټر همايون زهير وايي، چې ياد ډاکټران په روغتون کې د روغتون قانون ته غاړه نه ږدي، نوموړي خبريالانو ته وويل: ((که اجراات نه کوم نو تاسو راپسې راځئ، چې مشکلات دي او چې که لږ اجراات وکړم بيا داسې کاربنديز وي، څه وکړم؟))
د يادې څانګې نوي مشر ډاکټر فضل هادي پژواک ته وويل، چې تر اوسه پورې هېڅ داسې وخت نه دى راغلى، چې په عمليات خونه کې دې د زخم ګنډلو تار نه وي.
هغه زياته کړه: ((دا هر څه دروغ دي، موږ له عمليات مخکې ټول وسايل له ځانه سره لرو.))
ياده دې وي، د اعتصاب کوونکو ډاکټرانو شمېر شاوخوا ١٥ تنو ته رسېده او ويل يې خپل اعتصاب ته به دوام ورکوي.
تر دې مخکې هم يو شمېر ناروغانو د دغه روغتون له روغتيايي خدمتونو شکايتونه کړى دى.